 | | | ملک آدم خان دمجيدناڅرګنده کاروبار له خطرونوډک وباله. |
ثمرګل په الله داد زېری وکړ، چې رحيمداد تکل کړی دده دخوښې په نجلۍ مرکه وکړي، خو پدې شرط چې الله داد دنجلۍ دکور پته خپل پلار ته ورکړي. کله چې رحيمداد خبرشو، چې الله داد له يادې نجلۍ سره نه خبرې کړي اونه يې هم ورته دکور پته مالومه ده، له هغه يې وغوښتل، چې له نجلۍ تېر شي. له بله پلوه داکبر معدې سخت سوی درلود او تر خولې يې ترخې اوبه راتللې. زرمينې داکبر دناروغۍ لامل دهغه خپله بې پروايي وګڼله. څوشيبې وروسته پلوشې پلارته ډوډۍ تياره کړه خوهغه په کور کې نه و، چې بيايې له کورنه دباندې ديوې ونې لاندې په ناروغ حالت وموند. مجيد ملک آدم خان ته دهغه سوداګر ستاينه کوله، چې دا ورسره کاروبار کوي،خو آدم خان دا ډول ناڅرګنده کار و بار د اندېښنې وړ وباله.  | | | اکبر له پلوشې وغوښتل، چې ډوډۍ ورته تياره کړي، خو پخپله اکبر له کورنه وتلی و. |
مجيد نوې جامې اغوستې وې او په يو ګران بيه موټر کې کلي ته راغی، چې سمېع اله يې په ليدو هک پک شو. سمېع اله په لږه موده کې د مجيد له شتمن کېدو نه ګلخان خبر کړ.ګلخان د داسې کارونو پايله ښه ونه ګڼله. |