د بي بي سي دتعليمي خپرونوله لړۍ څخه |  |
 | | | اکبر سمندرته دډاکتر له خولې وويل، چې سره کړو خوړو ورته دنس خوږ پيدا کړي وو. |
الله داد د شپې خوب نه درلود، چې ددې موخې لپاره يې خوب راوړونکي دارو خوړل. ګلخان هغه له خپل سر دارومنع او ترې ويې غوښتل، چې رواني ډاکترته ولاړ شي. رحيمداد له کار او کسب سره دالله داد مينه کمه وګڼله او الله دادبيا نسيم ته وويل،چې دډاکتر په لارښوونه دفکري ناکرارۍ دليرې کولو لپاره مطالعه کوي. له بلې خوا اکبر بابا اسلم ته دډاکترله خولې وويل، چې سره کړي خواړه دمعدې ناروغۍ رامنځته کوي. شکريې له زرمينې نه د اکبر د ناروغۍ پوښتنه وکړه او په خوړو کې يې احتياط غوره وګاڼه. حميدې د فاطمې نه د کتغ پخولو په برخه کې يو څه زده کړي وو او هوډ يې درلود، چې خپلو همزولو ته هم وايي.  | | | الله داد ته ډاکتر دفکري تشويش دليرې کولولپاره دکتاب دمطالعې ويلي دي. |
مجيد سمندرته دپخوخونو د جوړولو ويلې وو، سمندر دپخوخونولګښت ډېر وباله، خو مجيد ورته پيسې برابرې کړې. ګل محمد له مجيد نه وغوښتل چې ده ته هم په هماغه شرکت کې کار پيدا کړي، چې مجيد پکې کار کوي. مجيد هغه کار د ګل محمد له وسه وتلی وباله. |