 | | | مجيدله خپلې لور، پلوشې نه وغوښتل، چې خواړه دې ډېرنه سره کوي. |
الله داد دخپلې خوښې وړ نجلۍ ته ليک ورکاوه، خو هغې ليک وانه خيست. ثمرګل دنجلۍ ليک نه اخيستل دهغې دنه رضايت نښه وګڼله. بابااسلم هم د الاداد مينه يو اړخيزه وبلله او الله داد دګل خان په مشوره ډاکترته ولاړ، خو دکلينيک ډاکترغوره وګڼله، چې هغه دې رواني ډاکترته ورشي. له بلې خوا اکبر نس خوږي دزياتېدوله امله ډاکتر ته ولاړ. ډاکتردهغه دنس خوږي لامل سره کړي خواړه ياد کړل. مجيدپداسې حال کې چې کارتنونه ورسره وو، دلارې په اوږدوکې له ګل محمدسره مخ شو. د پوليسو د موټرپه تېرېدو اودهغه د الارم په اورېدو له مجيد نه لار ورکه او کارتونه ترې په ځمکه پرېوتل.  | | | له مجيدنه هغه مهال لارورکه شوه، چې د پوليسو دموټر الارم يې واورېد. |
پريګلې افسوس وکړ چې ګل محمد په بوټ جوړولو کې دومره پيسې ونه ګټلې لکه مجيد چې په لږ وخت کې ترلاسه کړې. ګل محمد غوښتل چې د مجيد سره په کارو بار کې شريک شي، خوپلارته يې وويل، چې داکاربه هغه مهال ترسره کوي، چې دمجيددکاروبار په هکله مالومات ترلاسه کړي. |