 | | | ګل محمد او نسيم هغه صحنه وليدله، چې دنشه يي توکوقاچاقبر يې نيولی اوولسوالۍ ته يې لېږداوه. |
الله داد هغې نجلۍ ته سترګې په لاره و، چې ده ته يې په استول شوي ليک کې دشنې بوکرې نښه ورکړې وه. ثمرګل نسيم ته کيسه وکړه، چې الله داد يوې د شنې بوکرې لرونکې نجلۍ ته د مينې اظهار وکړ ؛ خو هغه يوه زړه ښځه وه . الله داد دخپلې خوښ وړنجلۍ ته خط ليکه؛ خو پلار يې ورباندې پوه شو. رحيمداد ليک ښوونکي رحيم ته وروښود، چې نوموړی هغه دمينې ليک وباله. رحيم د کليوالو په استازيتوب ګلالۍ ته د روغتيايي ټيم د امنيت د ساتنې ډاډ ورکړ .ډاکتر داخبره د ولايت دروغتياله رياست سره شريکه کړه. ښاپېرۍ ګلمکۍ ته وويل، چې روغتيايي ټيم د هغو کليوالو درملنې ته راځي، چې روغتيايي آسانتياوو ته لاسرسی نه لري.  | | | ګلالۍ په کليوکې دروغتيايي ټيم دامنيت دساتنې خبره له ډاکتر سره شريکه کړه. |
مجيد غوښتل، چې بېرته د ترکاڼۍ کار پيل کړي؛ خو پيسې يې نه لرلې اودپورپه اخيستوپسې ګلخان ته ولاړ. نسيم اوګل محمد د هغې صحنې شاهدان وو، چې د مخدره توکو يو لوی قاچاقبر نيول شوی او ولسوالۍ ته يې لېږداوه. |