|
د ولس خبرې: ټرانزيټ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
حکومتونه د خپلو اقتصادي مسايلو د هوارولو لپاره اړ دي چې، د نورو هېوادونو سره سوداګريزې اړيکې ولري چې، په دې برخه کې د مالونو ټرانزيټ ته هم اړتيا پېښيږي. اجمل چې د سوداګرۍ د يوه شرکت کارکونکی دی وايي:” له يوه ځايه بل ځای ته يا له يوه هېواده بل هېواد ته د تجارتي مالونو وړل ټرانزيټ بلل کيږي. ټرانزيټ پر دوه ډوله دی، يو داخلي او بل خارجي ټرانزيټ دی چې، معمولا له دريو لارو ترسره کيږي، لکه د هوا، ځمکې او اوبو له لارې“ ټرانزيټ د انګليسي ژبې کلمه ده چې، د وړلو او له يوه ځايه بل ځای ته د تېرېدو مانا ورکوي اوپه اقتصادي اصطلاح کې د هغو سوداګريزو مالونو لېږدولو ته وايي چې، د لارې په اوږدو کې ونه کارول شي. دماليې وزارت د ګمرکونو رياست د ټرانزيت د څانګې چارواکی، علم محمود په دې باب وايي:
”داخلي ټرانزيټ دې ته وايي چې، مالونه له يوه سرحدي ګمرک نه محصولي ګمرک ته لېږدول کيږي، د بېلګې په ډول يو جنس د هرات له ګمرک نه د ننګرهار ګمرک ته انتقاليږي. بهرنی ټرانزيټ بيا هغې پروسې ته ويل کيږي چې، د افغانستان له لارې کوم بل درېيمګړي هيواد ته سوداګريز مالونه وړل کيږي، لکه اوس مهال چې، د افغاني سوداګرو مالونه د ايران له لارې افغانستان ته راوړل کيږي“. پر ټرانزيټي مالونو باندې د محصول په اړه د کابل په ميوند واټ کې د يوه سوداګريز شرکت چارواکی وايي: ” پر ټرانزيټي مالونو محصول نه راځي، موږ يوازي د مالونو د ټرانسپورټ او هغو کارګرانو مزدوري ورکوو چې، مالونه پورته کښته کوي، کله چې، افغانستان ته مالونه راوړل شي بياوروسته محصول کيږي“. د ګمرکونو د قانون له مخي پر ټرانزيټي مالونو محصول نشته خو يوازې په داخلي ټرانزيټ کې، ددې لپاره چې، مالونه په سم ډول تر خپل ځايه پورې ورسول شي او په لاره کې ضايع نه شي، يوه اندازه پيسې د تضمين په ډول اخيستل کيږي. د ټرانزيټي مالونو ارزښت دا دی چې ديوه هېواد خلکوته د کار زمينه برابريږي او د هغوی موټرونه او ګودامونه په کرايه ورکول کيږي. دغه ډول افغان حکومت له هر موټر نه چې، د افغانستان له لارې تېريږي يوه اندازه پيسې اخلي. عالم محمود وايي:”هغه څوک چې د ټرانزيټ په پروسه کې برخه اخلي بايد جواز ولري چې، د ”ايسا“ يا د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې له خوا ورکول کيږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||