BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:50 گرينويچ 2007 ,02 جولاى
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: تحصيلي بورسونه

تحصيلي بورسونه

د هندوستان هېواد له لوري د ٢٠٠٧ او ٢٠٠٨ کلونو لپاره افغان محصلينو ته (٥٠٠) تحصيلي بورسونه په پام کې نيولي شوي.

له دې ډلې نه ځينې محصلين نوموړي هېواد ته تللي او ځنې يې هم د ورتګ په حال کې دي، خو پوښتنه دا ده چې، خپله بورس څه ته وايي؟

د لغمان ولايت يو اوسېدونکی، رسول بورس داسې تعريفوي:” بورس د زدکړو يوه وسيله ده چې، د هغه په مرسته ځينې کسان کولای شي، په بهرنيو هېوادونو کې زدکړې وکړي.

لکه څنګه چې، موږ خپلو ماشومانو ته په کورسونو يا هم ښونځيو کې د زدکړو اسانتيا برابر وو، بورس هم دغسې يو مثال لري“.

د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي، استاد خالد وزيري وايي:

تحصيلي بورس څه ته وايي؟
تحصيلي بورس
 بورس د زدکړو يوه وسيله ده چې، د هغه په مرسته ځينې کسان کولای شي، په بهرنيو هېوادونو کې زدکړې وکړي
محمد رسول

"بورس يوه فرانسوي کلمه ده چې، دپيسو مانا ورکوي او خپله تحصيلي بورس هغې اسانتيا ته ويل کيږي چې د يوه هېواد د پوهنتون او يا هم کومې بلې تعليمي ادارې له خوا يوچا ته د زدکړو لپاره ورکول کيږي.

په انګليسي کې ورته سکالرشيپ وايي، ياني بورس او سکالرشيپ يوه مانا لري".

(بورسونه پر دوه ډوله دي. يو اوږد مهاله او بل لنډ مهاله بورسونه دي. اوږد مهاله بورسونه د دوو کلونو نه نيولې بيا تر څلورو کلونو لپاره وي.

په دې کې د ماسټرۍ بورسونه راځي او لنډ مهاله بورسونه د شپږو مياشتو نه نيولې، بيا تر دوو کلونو پورې وي چې، د لسانس لپاره وي“.

دا چې تحصيلي بورسونه په کوم اساس محصلينو ته ورکول کيږي، رحمت الله چې، د هندوستان بورس ورکړل شوی، دغه شرايط په دې ډول بيانوي:

”د بورسونو ترلاسه کولو لپاره يو شرط د لوړو نمرو درلودل دي او که بورسونه ډېر وي نو، له محصلينو څخه ازموينه اخيستل کيږي، هرڅوک چې، په ازموينه کې بريالی شو د بورس مستحق ګرځي“.

خو د لوړو زده کړو وزارت د بهرنيو اړيکو رئيس، نجيب الله بيا وايي:”يو هغه شرايط دي چې د بورس ورکونکي هېواد له لوري وضع کيږي،

د بېلګې په ډول هغه څوک چې، د بورس لپاره ټاکل کيږي، بايد روغتيا يې ښه وي او د کوربه هېواد په ژبه وپوهېږي.

يوه محصله د بورس د ترلاسه کولو وروسته، ډېره خوښه ده
د بورسونو د ترلاسه کولو لپاره لومړی شرط د لوړو نمرو درلودل دي.

ځينې هېوادونه د عمر يوه ټاکلې اندازه هم شرط ږدي. بل د افغانستان د بورسونو د وېش کميسيون هم ځينې شرايط لري.

مثلا محصل بايد په هيڅ يوه جرم تورن نه وي او لږ تر لږه د دولسم ټولګي نه فارغ شوی وي.

دغه وېش د بورسونو د توزيع د کميسيون او په دې اړه د ځانګړې مقررې له مخې ترسره کيږي، د يادونې وړده چې، د بورسونو د کميسيون غړي، د بېلابيلو وزارتونو او ولسي جرګې استازي دي“.

تحصيلي بورسونه د زدکړو د کچې په لوړوالي او د دوو هېوادونو کلتورونو په نږدېوالي هم ستره ونډه لري.

بيا جوړونهد ولس خبرې
انکشافي پلان
د ولس خبرېد ولس خبرې
مالي منابع
يو افغانه ژورناليست د مرکې پر مهالد ولس خبرې
ژورناليزم
د ولس خبرېژوند او زدکړه
د ولس خبرې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>