BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: انکشافي پلان

انکشافی پلان

ليدل کيږي چې دافغانستان په هر ولايت کې څه ناڅه پراختيايي کارونه روان دي چې، دغه کارونه د انکشافي پلان له مخې پر مخ ځي، خو پوښتنه دا ده چې په خپله انکشافي پلان څه ته وايي؟

د خوست پوهنتون يومحصل، فدا محمد په دې اړه وايي: ”پلان يوه انګليسي کليمه ده چې د هدف يا مقصد مانا لري او په عمومي ډول په راتلونکي مهال پورې اړه لري.

پلان هغه طرحه ده چې په هغه کې د مهالوېش په څېر راتلونکي کارونه په پام کې نيول کيږي، دمثال په ډول موږ په کورکې يوپلان جوړوو چې بايد په دې اوونۍکې کوم خواړه وخورو اوکوم کارونه ترسره کړو“.

د افغانستان هر ولايت يو انکشافي پلان لري، چې د عملي کېدو موده يې په بېلابېلو ولايتونو کې سره توپيرلري، خو دا چې پلان څه ډول جوړيږي، دکابل ښار يو اوسېدونکی فريد وايې:

پلان څه ته وايي؟
 پلان يوه انګليسي کليمه ده چې د هدف يا مقصد مانا لري، په عمومي ډول په راتلونکي مهال پورې اړه لري او پلان هغه طرحه ده چې په هغه کې د مهالوېش په څېر راتلونکي کارونه په پام کې نيول کيږي.
فدا محمد

” انکشافي پلانونه د دولت له لوري د ولايتي شوراګانو په سلا او مشوره جوړيږي او بيايې ولايتونو ته لېږي، ولايتي شوراګانې د خلکو استازي دي او پلانونه هم د خلکو لپاره جوړيږي.

له همدې امله نو ولايتي شوراګانې دنده لري، دغه پلانونه وګوري، چې دخلکو ضرورتونه په پام کې نيول شوي او کنه“.

ولايتي شوراګانې ديوه ولايت د انکشافي پلانونو په اړه دنده لري چې څارنه يې وکړي او ولايتي چارواکو ته په دې اړه سلا مشوره ورکړي.

انجنيرعبدالشکور چې په يوې بهرنۍ موسسه کې کارکوي په دې اړه وايي:

”ولايتي شوراګانې مسؤليت لري چې د ولايت د انکشافي پلانونو په اړه چارواکو ته سلامشوره ورکړي او څارنه يې وکړي.

د بېلګې په ډول،کله چې موږ په کورکې دکوم کار نقشه جوړوو نو د کور مشر په هغه کې سلا او مشوره راکوي او بيا چې کله کار ترسره کوو نو دغه مشر زموږ د کار څارنه هم کوي.

نو ولايتي شورا ګانې هم دغه ډول د ولايتي انکشافي پلان څارنه کوي“. ولايتي انکشافي پلانونه د ولايتي شورا اوولايتي مقام په ګډه مشوره جوړيږي.

خو پوښتنه دا ده چې ولايتي شوراګانې د انکشافي پلانونو په څارنه اوسلا مشوره کې څومره واک لري، په مشرانو جرګې کې د ولايتي شوراګانو د کميسيون مشر، محمد عمر شيرزاد وايي:

ولايتي شورا او انکشافي پلانونه
په يوکلي کې برېښنا
 ولايتي شوراګانې مسؤليت لري چې د ولايت د انکشافي پلانونو په اړه چارواکو ته سلامشوره ورکړي او څارنه يې وکړي.
انجنيرعبدالشکور

”ولايتي شوراګانې واک لري چې د يوه انکشافي پلان ځينې برخې رد او يا يې هم تائيد کړي، هغه برخې چې د خلکو د ضرورتونو سره برابرې نه وي.

ولايتي شوراګانې کولای شي هغه رد کړي او که د خلکوله ضرورتونو سره برابرې وي، کولای شي تائيد يې کړي اوبيايې حکومت ته وسپاري.

کېدای شي مرکزي حکومت هم په دغه پلان کې دځينو بدلونونو وړانديز وکړي.

د ولايتي شوراګانو د قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې، ولايتي شوراګاني مسئوليت لري چې دانکشافي پلان په جوړولو کې ولايتي چارواکو ته مشوره ورکړي.

دلته داپوښتنه راولاړيږي چې د دغه پلان په جوړولو کې خلک څومره ونډه لري؟ ښاغلی شيرزاد په دې باب وايي: ولايتي شوراګانې د جرګو، مرکو او رسنيو له لاري خلک د انکشافي پلان نه خبروي.

که يو پلان د ولايتي شورا ګانو له لوري په سم ډول جوړ، عملي او وڅارل شي او د خلکو نظرونه هم په پام کې ونيول شي نوهم به د هرځل بدلون مخنيوی کيږي او هم پيسې بې ځايه نه لګيږي“.

يو افغانه ژورناليست د مرکې پر مهالد ولس خبرې
ژورناليزم
د دفاع وزارت د چارواکو نظامي رتبېد ولس خبرې
د دفاع وزارت د چارواکو نظامي رتبې
د ولايتي شورا غړيد ولس خبرې
د ولايتي شورا دندې
د ولس خبرېد ولس خبرې
په ساده ژبه اقتصادي او سياسي موضوعگانې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>