|
د ولس خبرې: د نکاح ثبت | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې پخوا د نکاح عقد يا د نکاح تړل په شفاهي ډول ترسره کېده، داسې به ډېر لږ پېښېدل چې، نکاح تړل دې په ليکلې بڼه وي. دا په خلکو پوري اړه درلوده چې، شفاهي نکاح کوي او که په ليکلې بڼه، څه بنديز ورباندي نه و. په دې وروستيوکې د افغانستان سترې محکمې د جرمني هېواد د Medical moon dial يا ”طبابت په ټوله نړۍ کې“ مرستندويه ټولنې په مرسته د نکاح ثبتولو يوه لړۍ پيل کړې ده. محمد نسيم چې، د وردګو ولايت اوسېدونکی دی په دې باب داسې وايي: ” زموږ په سيمه کې نکاح داسې تړل کيږي چې، د مسجد ملا امام را غوښتل کېږي او دوه کسه نارينه د شاهدانو په ډول غوره کېږي. بيا دغه شاهدان نجلۍ ته ورځي او له هغې څخه د وکيل پوښتنه کوي. هلک او نجلۍ دواړه د نکاح تړلو لپاره وکيل غوره کوي او نکاح د دوستانو په وړاندې تړل کېږي، د نجلۍ او هلک د کورنيو ترمنځ کوم سند نه ليکل کېږي“.
محمدعارف بيا په دې اړه داسې وايي: ”موږ د نجلۍ مهر پر يوه کاغذ ليکو، بيا دغه کاغذ د هلک او نجلۍ وکيلان اوپه محفل کې موجود خلک لاسليک کوي چې، دې ته عرفي نکاح خط ويل کېږي“. په ځينو سيمو کې يوازې د اسلامي اصولو په ترسره کولو سره نکاح تړل کېږي خو، په ځينو سيموکې د خلکو له خوا يو عرفي سند هم ليکل کېږي چې، د نکاح خط په نوم يادېږي. داچې دغه نکاح خط څه شی دی، په دې اړه د کابل ولايت د يوې محکمې قاضي، محمد يمين نيازی داسې وايي: ”نکاح خط يو رسمي سند دی چې، د سترې محکمې له لوري برابر شوی او په هغه کې د مېرمنې او خاوند بشپړ شهرت او د نکاح ټول رسمي پړاوونه ليکل شوي چې، تر ثبتولو وروسته ښځې او خاوند ته د هغوی د حقونو د تا مين لپاره ورکول کېږي. خلک کولای شي چې، دغه سند د قانوني بيې په بدل کې د ولسواليو، ناحيو او کابل ولايت له محکمو څخه ترلاسه کړي.
نکاح خط هغه وخت د اعتبار وړ ګرځي چې، له محکمې سره ثبت او رجسټرشي، له دې پرته اعتبار نه لري“. خوداچې، د نکاح خط ثبتول څه ګټه او ارزښت لري، په دې اړه د Medical moon dial يا نړيوال طب د دفتر چارواکې، مېرمن ماري لقماني وايي: ”د نکاح خط په ثبتولو سره ښځه او خاوند د خپلو هغوحقوقو ملاتړ ترلاسه کولای شي چې، د افغانستان اساسي قانون او مدني قانون هغوی ته ورکړي دي. د بېلګې په ډول په نکاح خط کې مهر ثبتېږي، که فرضا يو خاوند وغواړي چې، خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړي، مېرمن نه شي کولای چې، له مېړه څخه ډېر مهر وغواړي، ځکه چې، په نکاح خط کې د مهر اندازه ثبت شوې ده. کله چې، ددوی په منځ کې کومه ستونزه پيداکېږي، پوليس يا نور څوک شک پرکوي نو، نکاح خط دا ثابتوي چې، دوی ښځه او خاوند دي. دغه ډول که يوه خوا انکار (نټه) وکړي نو هم نکاح خط ددوی واده ثابتوي. دغه ډول نکاح خط د ميراث پر سر د راپيدا شويو جنجالونو په اوارولو کې هم خورا ګټور دی. هغه څوک چې دغه سند لري د قانون ملاتړ ترلاسه کولای شي.
د نکاح د ثبت سند د ښځې او خاوند پېژندګلوي کوي او دنورو اسنادو په شان ډېر مهم دی، لکه د ځمکو قباله، کارموندنې او د مسافرت د سندونو لاسته راوړلو کار اسانه کوي. د بېلګې په ډول که يوه مېرمن غواړي چې، حج ته ولاړه شي، که نکاح خط ولري او ثبت شوی وي، نو د سفر کار يې اسانه کېږي. ترټولو مهمه خبره داده چې، د نکاح يا واده ثبت د جبري ودونو مخه نيسي، ځکه چې، د نکاح ثبت د واده قانوني عمر او د دواړو خواوو خوښي او رضا شرط ګڼي. نکاح د ښار د ناحيو، ولسواليو، ولايتونو او د افغاستان په ټولو محکموکې ثبت کېدای شي. د نکاح ثبت داسې کېږي چې، په لومړي قدم کې د زوم او ناوي حضور شرط دی. که زوم يا ناوې خپله موجوده نه وي نوبايد په رسمي ډول يو وکيل ونيسي او محکمې ته يې ور وپېژني. بيا نو وکيل کولای شي چې، د نکاح د ثبتولوکار مخ ته بوزي“. | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||