|
د ولس خبرې: مصئونيت او امنيت | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
امنيت او مصئونيت دوه داسې اصطلاحات دي چې، په ملي او نړيوالو قوانينو، خبري رسنيو او خلکو کې ډېر يادېږي، خو له دې سره سره بيايې هم ډېر خلک په اصلي مانا نه پوهېږي. په دې اړه د کابل ښار يو اوسېدونکی جان اغا وايي: ” امنيت او مصؤنيت يوه مانا لري، يانې کله چې په يوه هېواد کې جګړې، غلاوې، وژنې او د خلکو ځورېدل نه وي، نو موږ وايو چې، امنيت او مصؤنيت شته“. خو افغان حقوقپوه، محسن فريد په دې باب وايي: ” امنيت يوه عربي کلمه ده چې، د امن، ارامۍ او سولې مانالري. د افغانستان د اساسي قانون په پنځمه ماده کې هم راغلي چې، د هېواد امنيت او دفاعي قابليت تامين د دولت له اساسي وظايفو څخه دي“. دولت خپله دغه دنده د پوليسو، اردو، عدلي او قضايي ادارو په مرسته ترسره کوي. کله چې په يوه هېواد کې امنيت وي، نو هلته مصؤنيت هم وي.
محسن فريد وايي: ”مصؤنيت هم عربي کلمه ده چې، د ساتل شوي په مانا کارول کېږي چې، په پښتو کې خونديتوب هم ورته ويلای شو. د اساسي قانون په بېلابيلو مادو کې هم مصئونيت ياد شوی دی“. د بېلګې په ډول د افغانستان د اساسي قانون په (٢٤) ماده کې راغلي: ” د انسان ازادي اوکرامت له تېري خوندي دي او دولت يې په ساتنه او درناوي مکلف دی“. د افغانستان د اساسي قانون په (٣١) ماده کې راغلي چې، د تورن شخص او مدافع وکيل ترمنځ مکالمات، مراسلات او مخابرات له هر ډول تېري څخه خوندي دي. د اساسي قانو ن په (٣٤) مه ماده کې راغلي چې، د وينا ازادي له تېري څخه خوندي ده، په دې مانا چې خلک کولای شي خپلې ستونزې او غوښتنې چارواکوته ورسوي. همدارنګه د اساسي قانون په (٣٨) ماده کې راغلي چې، د شخص استوګنځی له تېري څخه خوندي دی او په (٤٠) ماده کې راغلي چې، د شخص ملکيت له تېري څخه خوندي دی. د افغانستان د اساسي قانون په بېلابېلو مادو کې د مصؤنيت د کلمې يادونه هم شوې ده، د افغانستان د بشري حقوقونو د خپلواک کميسيون غړی، محمد فريد حميدي د مصؤنيت کلمه د بشري حقونو له پلوه داسې تشريح کوي:
”دولت په اساسي قانون کې له خلکو سره يو شمېر وعدې کړي دي، لکه وړيا روغتيايي اسانتياوې برابرول، د زده کړو اسانتيا، عدالت، د ژوند لپاره مناسب چاپېريال، د زور زياتي مخنيوی او داسې نور. د خلکو دغه حقوق په قانون کې مصئون يا خوندي دي، خلک کولای شي چې، له خپلو دغو حقوقو څخه ګټه واخلي. نو ويلای شو، که په يوه هېواد کې امنيت نه وي، نو هلته مصؤنيت يا خونديتوب هم نشته“. مصؤنيت د خونديتوب يا ساتل شوي مانا لري، شفيقه چې، د کابل ښار د احمد شاه بابا مېنې اوسېدونکې ده، په دې اړه داسې يوه بېلګه ورکوي: ” که يو څوک له هېواد څخه بهر ژوند کوي او د هغه ملکيت، لکه کور، ځمکه او يا هم نور ملکيتونه د يو چا له خوا ونيول شي نو هغه کولای شي دولتي ارګانونو ته ورشي او خپل حق وغواړي، ځکه چې، د هغه دغه حق د اساسي قانون له مخې مصؤن يا خوندي دی او دولت هم د قانون له مخې اړ دی چې، څېړنه وکړي او حق حقدار ته وسپاري“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||