BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 12:08 گرينويچ 2007 ,08 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د امن جرګه

د امن جرگه

په افغانستان کې له ډېرو پخوا وختونو راهيسې د مهمو لانجو د اوارۍ لپاره جرګې جوړي شوي دي، خو په دې وروستيو وختونو کې په افغانستان کې د امن جرګې نوم هم ډېر اورېدل کېږي.

خو دا چې، امن جرګه څه ډول جرګه ده د کابل ولايت يو اوسېدونکی خان محمد وايي:” دا د پاکستان او افغانستان يوه ګډه جرګه ده چې، په سيمه کې د سولې لپاره کارکوي.

د بېلګې په ډول که په دوو کليوکې امنيت نه وي يا د دوو کليو تر منځ کومه لانجه جوړه شي او دغه کلي وغواړي چې دغه لانجه اواره کړي، نو د دواړو کليوخلک د دې ستونزې د اوارۍ لپاره يوه ګډه جرګه جوړوي.

دلته توپير دادی چې، هغه جرګه ددووکليو په کچه وي او امن جرګه د دوو هېوادونو په کچه ده“.

اوس پوښتنه داده چې څوک د دې جرګې غړي کېدای شي؟ د امن جرګې د جوړېدو د کميسيون غړی، وحيدعمر په دې باب وايي:

کميسيون کوم کارونه پرغاړه لري؟
د افغانستان او پاکستان رپي
 د امن جرګې د جوړېدولپاره يوکميسيون ګومارل شوی چې (٢١) غړي لري. دغه کميسيون د امن جرګې ټول اړونده کارونه تنظيموي، لکه جرګه بايد چيري جوړه شي، څنګه جوړه شي.

” د امن د جرګې غړي د افغانستان له لوري د بېلابيلو قومونو او قبايلو څخه غوره شوي دي.

د بېلګې په ډول د ملي شورا رئيسه هيئت، د کميسيونو رئيسان، د ولايتي شوراګانو غړي، نامتو ديني عالمان، پېژندل شوي قومي مشران، د مدني ټولنو استازي، د معيوبينو استازي،

د کوچيانو او کډوالو استازي، د پوهنتونو رئيسان، د امن د جرګې د کميسيون غړي، د اساسي قانون د لويې جرګې ځينې غړي او د صنعتکارانو استازي د دې جرګې غړي دي“.

د امن جرګه ټول (٧٠٠) غړي لري چې (٣٥٠) غړي يې د افغانستان او (٣٥٠ ) غړي يې د پاکستان هېواد له خوا غوره شوي دي. داچې دا جرګه به څو ورځې دوام مومي، وحيد عمر په دې اړه وايي:

” دا جرګه ټاکلې موده نه لري، بلکې موده يې د جرګې په خبرو او برياوو پورې اړه لري، کېدای شي دوې ورځې دوام وکړي اوياهم يوه اوونۍ وخت ونيسي، خو مهمه داده چې، جرګه په څومره وخت کې يوې پرېکړې ته سره رسېږي“.

دا چې، امن جرګه د څه لپاره جوړيږي، د لوګر ولايت يو اوسېدونکی، عبادالله په دې اړه وايي:

د امن جرګې له نوم څخه ښکاري چې، داجرګه د امن راوستلو لپاره جوړيږي او د پاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کې به د جګړو او نا امنيو عوامل څېړي“.

د امن جرگه
 د امن جرګه ټول (٧٠٠) غړي لري چې (٣٥٠) غړي يې د افغانستان او (٣٥٠ ) غړي يې د پاکستان هېواد له خوا غوره شوي دي.

وحيدعمر هم وايي چې، دغه جرګه به په سيمه کې د نا امنۍ د عواملو پر موندلواو سولې راوستلو پر لاروچاروغورکوي.

د امن جرګې د جوړېدولپاره يوکميسيون ګومارل شوی چې (٢١) غړي لري.

دغه کميسيون د( ١٣٨٥) شـ کال د لړم د مياشتې پر (٢٢) نېټه د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي له خوا جوړ شو.

دغه کميسيون د امن جرګې ټول اړونده کارونه تنظيموي، لکه جرګه بايد چيري جوړه شي، څنګه جوړه شي او داسې نور.

د يا دونې وړ ده چې د پاکستان حکومت هم د امن جرګې د جوړېدو لپاره دې ته ورته يو کميسيون جوړ کړی دی.

عسکراند ولس خبرې
مصئونيت او امنيت
د اوټاوا تړون ارمد ولس خبرې
د اوټاوا تړون
ټرانزيټد ولس خبرې
ټرانزيټ
دتحصيلي بورس نښاند ولس خبرې
تحصيلي بورسونه
بيا جوړونهد ولس خبرې
انکشافي پلان
د ولس خبرېد ولس خبرې
مالي منابع
يو افغانه ژورناليست د مرکې پر مهالد ولس خبرې
ژورناليزم
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>