|
د ولس خبرې: د اوټاوا تړون | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دغه تړون د اوټاوا دکنونسيون په نوم هم ياديږي. کنونسيون يا کنونشن يوه انګليسي کلمه ده چې، د خلکو لويې غونډې او مجلس ته وايي. ”اوټاوا“ دکاناډا هېواد مرکز ته ويل کيږي چې، دغه تړون هلته رامنځ ته شوی دی. خو دا چې د غه تړون څه ډول يو تړون دی، د کابل ولايت د قره باغ ولسوالۍ يو اوسېدونکی، خان محمد په دې اړه وايي: ”اوټاوا يو داسې تړون دی چې، په نړۍ کې پرسونل ضد (انسان ضد) ماينونو د جوړولو، خرڅولو، انتقال او زېرمه کولو د مخنيوي لپاره رامنځ ته شوی دی. د بېلګې په ډول زموږ په کلي کې پخوا کوکنار کرل کېدل، بيا کليوال راټول شول، يوه جرګه يې جوړه کړه او يوتړون يې وکړ چې، نور به کوکنار نه کري نو د اوټاوا تړون هم دغسې يو تړون دی“.
خو دا چې، دغه تړون څه مهال رامنځ ته شو، په دې اړه د (UNMACA) يا د افغانستان لپاره د ماين پاکۍ نړيوالې ادارې يو چارواکی، احمد جان نوزادي وايي: ” د اوټاوا تړون په ١٩٩٧ ميلادي کال کې د ډسمبر د مياشتې پر څلورمه نېټه د يو شمېر هيوادونو له خوا لاسليک شو چې، اوس مهال (١٥٣) هېوادونه د دغه تړون غړي دي. د يادونې وړ ده چې په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې افغانستان هم دغه تړون لاسليک کړ او ددې تړون غړی شو“. د اوټاوا تړون د ولسي خلکو د وژنې دمخنيوی لپاره رامنځ ته شو چې، مهم ټکي يې ديواين ماکا يو چارواکی، صديق راشد داسې بيانوي: ” د دې تړون مهم ټکي د انسان ضد مايونو د مخنيوي په اړه دي. په دې تړون کې راغلي: هغه هېوادونه چې، د دې تړون غړي دي، بايد په لسوکالوکې په خپل هېواد کې ښخ شوي ماينونه پاک کړي. او هم په څلورو کالوکې د ماينونو زېرمې له منځه يوسي او بل داچې غړي هېوادونه بايد له ماين ځپلو خلکو سره مرسته وکړي“.
ددې تړون د ارزښت په اړه د لوګر ولايت يواوسېدونکی، خالد داسې وايي: ”هغه هېوادونه چې، د اوټاوا د تړون غړي دي، که وغواړي چې، د خپل هېواد ماينونه پاک کړي. نو د نورو هېوادونو په مرسته دغه کار کولای شي، دغه مرسته کېدای شي چې، مالي، سامان الاتو او يا فني کسانو مرسته وي“. په نړيواله کچه ددې تړون ارزښت دادی چی، په نړيوالو هڅو او امکاناتو به ماينونه د ځمکې له مخ څخه پاک او انسانان به يې له شره وژغورل شي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||