BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:24 گرينويچ 2007 ,24 اگست
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: يونسکو

يونکسو، تاريخي آثار او مولانا

د ملګروملتونو اداره بېلابېلې څانګې لري چې، يونسکو يې هم يوه څانګه ده اوځانګړې دندې اومسئوليتونه لري.

داچې، يونسکوڅه ډول يوه اداره ده، د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ يو اوسېدونکی په دې اړه داسي وايي:

” د يونسکو اداره د ملګرو ملتونو يوه څانګه ده چې، نوم يې د انګليسي ژبې د
(United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization) د څوکلمو څخه اخيستل شوی چې، په پښتوکې د ” ملګرو ملتونو ښوونيز، علمي اوفرهنګي سازمان “ مانا لري.

يونسکو د نړۍ د بېلابيلو هيوادونوله استازوڅخه جوړه شوې چې، له دې ډلې څخه افغانستان هم دی.

موږ هم په خپل کلي کې دغسي يوه شورا لرو چې، په تعليمي، فرهنګي اوعلمي برخوکې کارکوي، يانې دکليوالو تعليمي، فرهنګي او داسي نورې ستونزې اواروي.

د يونسکو اداره يانې څه؟
 د يونسکو اداره د ملګروملتونو يوه څانګه ده چې نوم يې د انکليسي(United Nations Educational, Scientific and Cultural Organization) د څو کلمو نه اخيستل شوی او په پښتو کې يې معنی د ملګرو ملتونو ( ښونيز، علمي او فرهنګي سازمان دی

دغه ډول د کليوالو په مرسته د سيمې دتاريخي اثاروساتنه کوي نو يونسکو هم په نړيواله کچه دغسي يوه اداره ده“.

يونسکو په ١٩٤٥ ميلادي کال جوړه شوه خو داچې، افغانستان يې څه وخت غړی شو، په دې اړه په کابل کې ديونسکو ددفتر يو چارواکی وحيد داسي وايي:

”افغانستان په ١٩٤٨ ميلادي کال کې د يونسکو غړی شو

خو د وروستيو جګړو پر مهال په افغانستان کې ديونسکو دفترونه وتړل شول، په ٢٠٠٢ ميلادي کال کې يې بيرته په افغانستان کې خپل دفترونه پرانستل او په خپلو فعاليتونو يې پيل وکړ.

١٩٢ هېوادونه ديونسکوغړيتوب لري چې، ١٧١ هېوادونه يې دايمي غړي دي. يونسکو يوه اجرائيه شورا او يو سکرټريت لري.

اجرائيه شورا د ٥٨ غړيو له استازيو څخه جوړه ده چې، افغانستان هم ددغې شوراغړی دی. ددې شورا غړي ديونسکو په عمومي کنفرانس کې دغړيو هېوادونو په رايو ټاکل کېږي.

د يونسکو اداره کله رامنځته شوه؟
د يونسکو غړي هېوادونو
 د يونسکو اداره په کال ١٩٤٥م کې رامنځته شوه او په لومړي ځل افغانستان په کال ١٩٤٨ ميلادي کې د يونسکو د ادارې غړيتوب ترلاسه کړ.

داچې يونسکو کومې دندې لري په دې اړه وحيد داسي وايي:

” ديونسکو له نوم څخه ښکاري چې، دغه اداره په تعليمي، فرهنګي او علمي برخه کې کارکوي.

د بېلګې په ډول په دې وروستيوکې د يونسکو په مرسته د افغانستان ځينې تاريخي اثار چې په قاچاقي ډول له افغانستان څخه ايستل شوي وو، ديونسکو په مرسته بيرته افغانستان ته ورکړل شول.

يونسکو په نړۍ کې د دولتي او نادولتي ټولنو په مرسته خپل کارونه پرمخ بيايي چې، په افغانستان کې هم د ښځو چارو، کرهڼې، پوهنې او فرهنګ وزارتونو سره کاري اړيکې لري.

د يونسکو اداره خپلې چارې په هر هېواد کې د ملګرو ملتونو د منشور او هغه هېواد د قوانينو پر بنسټ پر مخ بيايي او د تاريخي اثارو د ساتنې په برخه کې د نړيوال ميراث د ساتنې د کنونسيون له مخي کارکوي .

دغه کنونسيون يا تړون په ١٩٧٢ ميلادي کال کې د يونسکو په عمومي کنفرانس کې تصويب شو چې، هدف يې په نړۍ کې دتاريخي اثارو ساتنه ده.

د يونسکو اداره څه دنده لري؟
يونکسو او افغانستان تاريخي اثار
 د يونسکو اداره د فرهنګ د پرمختګ، د ښوونې او روزنې په برخه کې، د بشري حقونو او علمي برخه کې دنده لري، يعنې د هيوادونو د تاريخي اثارو په ساتنه او بيرته هيواد ته ستنولو کې مرسته کوي.
وحيد

هغه هيوادونه چې، د يونسکو غړيتوب لري کولای شي چې، د خپل هيواد مهم تاريخي او فرهنګي اثار د نړيوال ميراث په ليست کې ثبت کړي .

ددغه ډول اثارو ساتنه د ټولو هغو هېوادونو په غاړه ده چې، ديونسکو غړيتوب لري.

د يونسکو ارزښت په دې کې دی چې، غړي هيوادونه يې ددې سازمان په مرسته يود بل د دود او فرهنګ څخه خبريږي

او دتاريخي اثار يې ساتل کيږي چې، ورسره د يوه هېواد ملي هويت هم خوندي ساتل کيږي.

زوم او ناوېد ولس خبرې
د نکاح ثبت
د پاکستان او افغاستان بيرقونهد ولس خبرې
د امن جرګه
عسکراند ولس خبرې
مصئونيت او امنيت
د اوټاوا تړون ارمد ولس خبرې
د اوټاوا تړون
صنعتي پارکونه د ولس خبرې
صنعتي پارکونه
ټرانزيټد ولس خبرې
ټرانزيټ
دتحصيلي بورس نښاند ولس خبرې
تحصيلي بورسونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>