BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 14:02 گرينويچ 2007 ,11 سپتمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: پارلماني ډلې

د پارلمان غړي


په هغو هېوادونو کې چې داسې لوی ګوندونه نه وي چې، په پارلمان کې دې غوڅ اکثريت ولري، نو هلته د قوانينو او لوايحو تصويبول ګران کار وي.

ځکه چې، هر فرد جلا نظر لري چې، د يوې موضوع په باب دټولو نظر اخيستل خورا ډېر وخت نيسي.

دغه ډول پارلمانونه دخپل ځانګړې طرزالعمل له مخې پارلماني ډلې جوړوي، چې د افغانستان پارلمان يا ملي شورا هم پارلماني ډلې لري.

دا چې، دغه څه ډول ډلې دي، د کابل ولايت يو اوسېدونکی ډاکټر ممتاز داسې وايي:

”پارلماني ډلې خپله د ولسي له جرګې له غړو څخه جوړې شوي دي. دپارلمان يوڅو غړي په خپله خوښه د ګډ سياسي فکر پر اساس راغونډېږي او پارلماني ډلې جوړوي.

کله چې، موږ د کلي په شوراکې د کوم څه په اړه پرېکړه کوو، نو دجرګې ځينې غړي يو نظر لري

پارلماني ډلې څه ډول ډلې دي؟
 پارلماني ډلې خپله د ولسي له جرګې له غړو څخه جوړې شوي دي. دپارلمان يوڅو غړي په خپله خوښه د ګډ سياسي فکر پر اساس راغونډېږي او پارلماني ډلې جوړوي.
ډاکټر ممتاز

او ځينې بيا د هغوی مخالف نظرلري چې، جرګه د نظر له مخې پر دوو ډلو وېشل کېږي. پارلماني ډلې هم دغسي وبوله“.

پارلماني ډلې د پارلمان د غړو هغه ډله ده چې، د يوه سياسي فکر خاوندان وي، خو پوښتنه داده چې، دغه ډلې څنګه جوړېږي؟ د ولسي جرګې غړی عبدالکبير رنجبر په دې اړه داسې وايي:

”که يوڅوک وغواړي چې، پارلماني ډله جوړه کړي، نو په ځانګړو فورمو کې د وکيلانو پېژنګلوي ليکي او د هغوی لاسليکونه هم اخلي.

بيا دغه اسناد اداري هيئت ته وړل کېږي. اداري هيئت ترغور وروسته دغه ډله اعلانوي او د ولسي جرګې له خوا په رسميت پېژندل کېږي.

هره پارلماني ډله بايد تر (٢٣) لږ غړي و نه لري اوکه يې غړي تر (٢٣) ډېر وي هم پروا نه لري. د ولسي جرګې يو استازی کولای شي چې، يوازې د يوې پارلماني ډلې غړيتوب ولري.

پارلماني ډله يو رئيس، يو مرستيال اويو منشي لري چې، تر خپل منځ يې د انتخاباتو له لارې ټاکي او دغه درې کسان د پارلماني ډلې اداري چارې پرمخ بيايي.

پارلماني ډلې کومې ګټې لري؟
پارلماني غړي
 پارلماني ډلې د وخت د ضايع کېدو مخه نيسي، يانې که پر يوه موضوع دولسي جرګې ټول غړي خبرې وکړي نو ډېر وخت نيسي.
شينکۍ کړوخيل

دغه ډلې د يوې تفنني دورې لپاره يانې د وولسي جرګې د وخت ترختمېدو پورې کارکوي.

که د يوې ډلې غړي په خپله وغواړي او يا ديوې ډلې د غړيو شمېر تر ټاکلي شمېرې لږشي، نو دغه ډله منحل کېدای شي.

پارلماني ډلې بايد د مذهبي، سيمه ييز، قومي، مسلکي او شخصي ګټو له مخي نه، بلکې يوازې د ګډ سياسي فکر له مخي جوړېدای شي.

خودا چې، پارلماني ډلې دکومو اصولو له مخې جوړېږي د ولسي جرګې يوه غړې شينکۍ کړوخېل داسې وايي:

پارلماني ډلې د ولسي جرګې د داخلي طرزالعمل له مخې جوړېږي. د دغه طرزالعمل په ( ١٢،١٣،١٤او ١٥ ) ماده کې د پارلماني ډلو دجوړولو طرز، جوړښت او وظايف يادشوی دی.“

پارلماني ډلې دا ګټه لري چې، د وخت د ضايع کېدو مخه نيسي، يانې که پر يوه موضوع دولسي جرګې ټول غړي خبرې وکړي نو ډېر وخت نيسي.

که په پر ډلو اوګروپونو ووېشل شي او پر يوه وخت پر يوه موضوع په خپلو ډلوکې بحث وکړي اوبيا د خپل استازي له لارې خپل نظر څرګند کړي، نو هم لږ وخت نيسي او هم يوه موضوع په سوله ييز او دقيق ډول څېړل کېږي.

د افغانستان آرمد ولس خبرې
ملي سرود
يونسکود ولس خبرې
يونسکو
زوم او ناوېد ولس خبرې
د نکاح ثبت
د پاکستان او افغاستان بيرقونهد ولس خبرې
د امن جرګه
عسکراند ولس خبرې
مصئونيت او امنيت
د اوټاوا تړون ارمد ولس خبرې
د اوټاوا تړون
يو تن بزگردښار غږ
مېله ځايونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>