|
دښار غږ: مېله ځايونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دهواپه تودېدو سره باغونو او مېله ځايونو ته مېله والو، په تېره بيا ښاري خلکو تګ راتګ ډېر شوی دی. د کابل ولايت د امنيې قومندانۍ د چارواکو په وينا، يوازې په څو وروستيو مياشتو کې د کابل ولايت په مېله ځايونو کې په بېلابېلو پېښوکې (١٣) ماشومان مړه شوي دي. ځينې مېله وال له ماشومانو سره د خلکو په کښتونو او کرنيزو ځمکوکې مېلې کوي او ځينې نور بيا د مېله ځايونو پاکوالي ته پام نه کوي. يوشمېر خلک کله ناکله د دې پرځای چې، له مېلې څخه خوند واخلي، له يو شمېر پېښو او ستونزو سره مخامخ کيږي لکه د ماشومانو ورک کېدل، په اوبو کې ډوبېدل، له ونو څخه رالوېدل او داسي نورې ستونزې يادولای شو. فياض چې، د کابل ښار يو اوسېدونکی دى، په دې باب وايي: ” موږ له خپلې کورنۍ سر ه مېلې ته تللي و چې، هلته مې يو وراره موټر وواهه او مړ شو. مېرمن اصفه چې، د کابل ښار اوسېدونکې ده وايي:
” زه يوڅه موده وړاندې شمالي سالنګ ته له خپلې کورنۍ سره په مېله تللې وم، هلته مې يو پنځه کلن زوى ورک شو چې، ډېره ورپسې سرګردانه شوم“ . يوبل خطر چې، ماشومان ورسره مخامخ دې، هغه په مېله ځايونوکې د حوضونو او سيندونو شتون دى، د تالقانو د ښار يو اوسېدونکی، شريف، په دې اړه وايي: ” ما خپل يوماشوم له ځانه سره پارک ته چې سيند ته نژدې و، بېولى و او زه ويده شوى وم. په دې وخت کې د خلکو په شور او زوږ له خوبه راويښ شوم، ګورم چې، زوی مې مړ دی. خلکو راته وويل چې زوی دې په سيند کې لوېدلی و“. خو داسې مېله وال هم شته چې، هم يې د خپلو ماشومانو د لامبو ارمان پوره کړی او هم يې خطرونو ته پوره پام کړی دی. محمد يوسف په خپل کور کې د لامبو لپاره يوه وياله ايستلې ده، دې کار هغه ته دا ګټه ور رسولې ده چې اوس يې ماشومان د لامبو لپاره سيند ته نه ځي.
ځينې خلک بيا په مېله ځانونو کې نظافت او پاکۍ پام نه کوي. کريم چې، څه موده وړاندي د استالف سيمې ته په مېله تللې و، په دې اړه داسې وايي: ”په هغه ځای کې چې موږ مېله کوله، هلته خلکو د مېوو او ترکاريو پاتې شونې غورځولي وو چې، خورا ډېر مچان ورباندې راټول شوي وو، نه يوازې دا چې هوا يې ککړه کړې وه، بلکې د ونو سيوری يې هم له استفادې ايستلی و.“ ځينې خلک بيا د خلکو په باغونو او کښتونو کې هم مېله کوي. يو باغوان چې، شيرګل نوميږي او د کاپيسا ولايت اوسېدونکى دى په دې اړه داسي وايي: ” دلته ځينې مېله وال له ماشومانو سره راځي، زموږ په کښتونو او باغونو کې مېله کوي، زموږ کښتونه او مېوې خرابوي چې موږ ډېر ورسره په تکليف يو“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||