|
ښار غږ : د ملکيتونو غصب | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په دې وروستيو څو کلونو کې په سلګونو زره افغانان له بهرنيو هېوادو څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي. په دوی کې د مهاجرت له امله دځينو شخصي جايدادونه لکه کور، ځمکه، دوکان او داسې نور، د نورو له خوا غصب او په زوره نيول شوي دي. مانا دا چې بې له قانونې او شرعې اسنادو بل چا نيولې دي، خو پوښتنه داده چې دغو افغان کډوالو ته دخپلو ملکيتونو د غصب له امله کومې ستونزې ور پېښې شوي دي؟ د کابل ښار د کارته نو اوسيدونکې جمال واېي: زه مهاجر وم کور مې بل چا نيولې دى اوس چې راغلې يم په دعوه ورسره اخته يم، ان تردې چې په دښمني سره اوښتي يو. دپلخمري ښار يواوسيدونکې شفيق بيا وايي چې، پنځه بيسوې کور يې يو چا نيولی دی، دی اوس دخپلوانو کره اوسيږې، له کار کسب نه وتلی دی، هره ورځ محکمې ته د دعوې لپاره منډې وهي.
په افغانستان کې بېلا بيلې ادارې شته چې د کډوالو لپاره کار کوي، د دغو ادارو ترڅنګ يوه هم د ( اين ار سي ) اداره ده چې له کډوالو سره د غصب شويو جايدادونو په برخه کې مرسته کوي. داچې دوی له کډوالو سره څه ډول مرسته کوي، په کابل کې ددغې ادارې مسووله ارزو نيکزاد وايي: ” کله چې موږ ته يو کډوال راشي او خپله قضيه وړاندې کړي. موږ دغه قضيه له ځان سره ثبتوو اسناد يې ګورو او له مقابل لوري نه هم معلو مات اخلو. کله چې موخپله څېړنه بشپړه کړه بيا ورته د منځګړې يا حقوقې مشاور په توګه دوې لارې وړاندې کوو چې يو ه د سيمه ايزو جرګو او بله هم د محکمې لاره ده، بيا دوی ته اختيار ورکوو چې کومه لاره غوره کوي؟ د جلال اباد ښار يواوسېدونکی پاينده محمد وايي چې ماخپل مقابل لوري ته دجرګې لار وړاندې کړه خو هغه و نه منله او پر دې خبره يې ټينګار کاوه چې زه او ته به په محکمه کې خپله فيصله کوو. کله چې زموږ قضيه محکمې ته ولاړه، نومحکمې زما د کور اسناد معتبره وګڼل او زما په حق کې يې پرېکړه وکړه، خو زما مقابل لوري دا پرېکړه هم ونه منله بيا زمونږ دوسيه د استناف محکمې ته لاړه، هغوې هم زما په حق کې پرېکړه وکړه او د پوليسو په مرسته يې کور راته وسپاره.
د ( اين ار سې ) مسووله اغلې نېکزاد وايي چې موږ ځکه له دغه ډول کډوالو سره د ملکيتونو د غصب په برخه کې مرسته کوو چې هغوی د خپل هېواد له اداري چارو او قانون سره نا اشنا دي. ساجد له پاکستان څخه په ټيليفوني پيغام کې له بي بي سي راډيو څخه پوښتلې: ”هغه افغانان چې لا اوس هم په بهرنيو هېوادونو کې ژوند کوي او په خپل هېواد کې يې جايدادونه په زور لاندي شوي وي، څنګه کولای شي چې له هماغه هېواده خپلې دعوې پر مخ بوزي؟ په دې اړه ارزو نېکزاد وايي چې په پاکستان کې د (اين ار سي) د دفتر ګرځنده ډلې شته، دوی کولاې شي چې خپله قضيه ورسره ثبت او اړونده اسناد ورکړي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||