BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 08:59 گرينويچ 2007 ,24 مۍ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ښار غږ: دځمکې (نمرې ) وېش

راستنيدونکی دخپل کور آبادۍ پر مهال
يو تن کډوال د نمرې د لاس ته ورسته خپل کور آبادوي
د افغانستان د جمهور رئيس د ١٣٨٤ لمريز کال د (١٠٤) ګڼې فرمان کې راغلي چې راستانه شويو کډوالو ته دې، په دولتي ځمکو کې ښارګوټي جوړ شي.

د کورونو د ودانولو لپاره دې ځمکې يا نمرې په کې ورکړل شي .

دکډوالو چارو د وزارت سـلاکــار شجــاع الدين وايي: دولت پلان لري چې، پــه (٢٩) ولايتونو کې د مهاجرينو لپاره (٥٧) ښارګوټي جوړکړي.

خو تراوسه پورې يې په پنځو ولايتونو کې لکه کابل، غزنی، بغلان، لوګر او ننګرهار کې دغه ډول ښار ګوټي جوړ کړي او مهاجرينو ته يې نمرې ور وېشلي دي.

خو ګڼ شمېر افغانان لا اوس هم په پاکستان کې له دې امله مهاجر دي چې، په خپل هېواد کې سر پناه نه لرې.

له دې جملې څخه يو هم د کندز ولايت اوسېدونکی ګل رحمن دی چې، اوس په پاکستان کې اوسيږي.

وايي: "په پاکستان کې ټول ميشت افغانان داسې فکر کوي چې، دولت دوی ټولو ته په افغانستان کې ځمکې ورکوي، ځکه چې مهاجر يو مهاجر دي.

خو د شجاع الدين په اند، اوس يوازې هغو کډوالو ته نمرې ورکول کيږي چې، د ځان يا ښځې په نوم کور اوځمکه و نه لري.

هغه هم په دې شرط چې، دمهاجرت فورمه او تابعيت تذکره ولري.

د نمرو وېش په ولايتونو کې
د ېش لپاره دولتي ځمکې
 تراوسه پورې مو په کابل، غزنی، بغلان، لوګر او ننګرهار کې ښار ګوټي جوړ کړي او مهاجرينو ته مو نمرې ور وېشلي دي.
شجاع الدين

ددې تر څنګ د ښار د ناحيې د مسوول، د کوڅې وکيل او څونور سپين ږيري يې تصديق کړي چې، دا کس رښتيا هم مهاجر و، نه کور لري اونه هم ځمکه.

دغه ډول مستحق مهاجر د ځمکې د وېش دکمېسيون له خوا ټاکل کيږي. دغه کمېسيون د بېلابيلو ادارو له استازو څخه جوړ شوی دی.

دغه استازي د زراعت وزارت، ښاري پراختيا وزارت، دکليو پراختيا وزارت، سپکو صنايعو وزارت، د کارتوګرافۍ رياست، د بشري حقونو کمېسيون، ولايت مقام او ښارواليو څخه عبارت دي.

ځمکه عموما له دريو نه تر شپږو بيسوو پورې وي چې، د يوې بيسوې قيمت (١٥) سوه افغانۍ دی او هر مهاجر ته په مربوطه ښار کې ورکول کيږي.

که چيرې په خپل ښارکې يې ښارګوټي نه وي جوړشوي، نو په بل ګاونډي ښار کې ځمکه ورکول کيږي، چې په پنځو کلونو کې به يې ابادوي او تر لسو کلونو پوري يې پلورلای نه شي.

کډوالښارغږ :
ستنيدنه
د آيساف ځواکونهد ښار غږ
آيساف
دښار غږد ښار غږ
د افغانستان په ښارونو کې څه تېريږي؟
ژوند او زده کړه ژوند او زده کړه
د ګټورو او عملي تجربو شريکول
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>