|
د ښار غږ: آيساف | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې بهرني سوله ساتي ځواکونه وايي چې د دوى نظامي موټرو ته دې عام وګړي او موټر لروونګي نه ور نږدې کيږي. پنځه کاله وړاندې افغانستان ته د بن د پرېکړې په اساس بهرني سوله ساتي ځواکونه راغلل چې اوس مهال په لسګونو زره سوله ساتي ځواکونه پدې هېواد کې د ماموريت دنده سر ته رسوي. دوى خپلو موټرو او نظامي هډو څوک نږدې نه پريږدي ځکه د شکمن دښمن ويره لري. د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په وينا چې په ٢٠٠٦م کال کې ١٥ مرګ ژوبلې داسې پېښې شوي دي چې د دوى موټر ته د ورنږدې کېدو په وخت کې را منځ ته شوي دي . اجمل الکوزى وايي چې د ګرديز په ښار کې يې دنده درلوده او يوه ورځ په ټکسي موټر کې دفتر ته تلو پدې وخت کې د بهرنيو قواوو د موټرو قطار په سړک تيريږي. ټيکسي چلوونکي هڅه کړيده چې د دوى له قطار نه مخکې شي دوه درې ځلې يې هڅه کړې خو په څلورم ځل يې چې بيا هڅه وکړه هغوى ورباندې ډزې وکړې او ټيکسي چلوونکى مړ شو. د کابل په ښار کې ټيکسي چلوونکى، سبحان الله د داسې پېښو علت د موټر چلوونکو نه پاملرنه او د نظامي عسکرو موټر ته د ورنږدې کيدل ګني.
خو داسې ستونزه يواځې په ښارونو کې نده بلکه د لويو لارو په اوږدو کې هم ځينې موتر چلوونکي ورسره مخامخ دي . احسان الله وايي: (( زه د کابل ښار نه پلخمري ښار ته تلم، د بګرام دو سرکې ته چې ورسېدم غوښتل مې چې خپل موټر د دوى له قطار نه مخکې کړم. دوه ځله مې هڅه وکړه خو په دريم ځل يې ټوپک راباندې راتاو کړ او ډز يې راباندې وکړ، د موټر ښيښه مې ماته شوه او زه هم په لاس ولګېدم)). خو د کابل ښار اوسېدونکى سبحان الله د داسې پېښو د مخنيوي لپاره وايي چې بايد موټر چلونکى د نظامي عسکرو موټر ته ورنږدې نشي. له هغوى څخه د مخکې کيدو هڅه ونکړي او ښارونو کې دې خلک د دوى هغو لوحو ته پاملرنه وکړي چې د دوى د پوهې لپاره لګوي دي . خو د کورنيو چارو وزارت وياند زمرى بشر نظامي موټرو او پوځي هډو ته د خلکو ورنږدې کيدل او د هغوى عکس اخستل يا فلمبرداري ممنوع ګڼي. د آسياف چارواکي هم وايي چې زموږ د موټرو او نظامي هډو عکس اخيستل او فلمبرداري منع دي . |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||