BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:37 گرينويچ 2007 ,10 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښارغږ: ولايتي شوراګاني او چاپېريال ساتنه

 ښاروالۍ د چټليو پاکولو پر مهال

په افغانستان کې د ډېرو ښارونو، لارې او کوڅې له کثافاتو او ناپاکيو څخه ډکې دي. دکابل ښاروالۍ دچارواکو په وينا، يوازي د کابل په ښار کې څلورنيم مليونه خلک ژوند کوي.

په دغه ښارکې د ورځې ١٨ سوه متره مکعبه چټلي چې تقريبا ٣٠٠ لارۍ موټرونه کيږي، له کورونو راايستل کيږي چې، دولت ددغو چټليو تقريبا نيمه برخه له ښاره دباندي وړي او نورې يې پاته کيږي .

ديادونې وړ ده چې، دغه چټلي د هوا د ککړتيا او ښاريانو لپاره د ګڼ شمېر ستونزو سبب کيږي. دکابل ښار دسيد نورمحمدشاه مينې يواوسېدونکی بريالی وايي:

”زموږ کورونوياکوڅې ته نژدې کوم بيلر يا ځانګړی ځای نشته چې خلک دې دخپلو کورونو چټلۍ هلته واچوي.

نوهغه دی چې اکثره خلک دخپلوکورونو څخه چټلۍ راباسي او پرلارو، سړکونو يې اچوي چې له بدبوی څخه يې خلک ډېر په تکليف دي“.

دکابل ښار يوه مېرمنه وايي: ” زموږ دکور اوبه دباندي د وتولار نه لري، همدلته په کورکې ډنډ ولاړې وي، که دکوټو کړکۍ خلاصې پرېږدو، نو بدبوی اوغوماشي (مياشي) راځي او که يې وتړو نو ګرمي ده.

وړه جلۍ د کاغذونو د ټولو پر مهال
د چاپېر يــال پاک ساتل د کــور پــاکــ ساتل دي

په افغانستان کې ښاروالي، د ښارجوړولو وزارت، د چاپېريال ساتنې رياست او ځينې نادولتي ټولنې، د ښارونو دپاکوالي او نظافت په برخه کې کار کوي.

خو ولايتي شوراګاني چې د ولس له خوا ټاکل شوي، د نورو دندو ترڅنګ، په دې برخه کې هم دنده لري.

دولايتي شوراګانو د قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې ”ولايتي شوراګاني بايد په چاپېريال ساتنه، د ونو او ځنګلونو د وهلو او وحشي ځنارو او مرغانو د ښکار په مخنيوي کې فعاله ونډه واخلي“.

خو پوښتنه دا ده چې، ولايتي شوراګاني دغه کارونه څنګه او څه ډول پر مخ وړي؟ په دې باب د کندهار د ولايتي شورا منشي، بسم الله افغانمل د کندهار په ښارکې د ککړو اوبو ديو کانال د پاک کارۍ په باب داسي وايي:

”د کندهار ښار په منځ کې د مردارو اوبو يو پاتاو ( کانال) تېر شوی دی چې، له تيرو دېرشو کالو راهيسي نه و پاک شوی، خلک ډېر ځني په تکليف وه، ګڼ شمېر خلک ولايتي شوراته راغلل او په دې باب يې شکايت وکړ.

موږ د دې موضوع لپاره يوه غونډه راوبلله، چې په هغې کې د ولايت د مقام او ښاروالۍ استازي هم شامل وه. تر خبرو وروسته د ولايت مقام ومنله چې پاتاو به پاکوي.

ولايتي شورا او د ستونزو حلول
موږ د پاتاو له چټليو او بدبويۍ څخه ډېر تنګ شولو، بيا سپين ږيري او مشران راټول شولو، ولايتي شورا ته ورغلو او دغه ستونزه مو ورته وويله ، هغوی هم سمدلاسه زموږ ستونزه دولت ته ورسوله او پاتاو يې پاک کړ.
جان محمد

وروسته د کندهار ښاروالۍ دغه پروژه داوطلبۍ ته وړاندي کړه، چې په دې اساس يوټيکه دار ددې وړ وګرځېده چې دغه کانال پاک کړي.

ولايتي شورا ددې کار دڅارنې لپاره درې کسيز کميسيون وټاکه، چې وخت پر وخت به يې د ټېکه دار کارونه څارل.

باالاخره په دوه نيمو مياشتو کې پاتاو پاک شو. بيا موظف کميسيون ولاړ، کار يې وکوت، له خلکو سره يې خبرې وکړې.

کله چې خلکو له کاره خوښي وښووله، نو بيا ولايتي شورا د ولايت مقام ته خبر ورکړ، چې کار د قرارداد له شرايطو سره سم اجرا شوی دی.

د يادونې وړ ده چې په دې باب د خلکو مرسته او همکاري هم د ډېرې ستاينې وړ ده، يو متل دی چې وايي: ته چې خان يې په ياران يې، که ياران درسره نه وي، تورې خاورې د بيابان يې“.

د چاپېريال د ستونزو په ليري کولوکې له ولايتي شوراګانو تر څنګ خپله د خلکو ونډه هم ډېره مهمه او د پام وړ ده. ولايتي شوراګاني هغه مهال له ستونزو ښه خبرېدای شي چې، ولس يې هغوی ته راجع کړي.

په دې اړه د کند هار ولايت يو اوسېدونکی، جان محمدوايي: ”موږ د پاتاو له چټليو او بدبويۍ څخه ډېر تنګ شولو، بيا سپين ږيري او مشران راټول شولو، ولايتي شورا ته ورغلو او دغه ستونزه مو ورته وويله.

کوچنی هلک د ډيران تر څنګ
 يوازي دکابل په ښارکې د ورځې ١٨ سوه متره مکعبه چټلي چې تقريبا ٣٠٠ لارۍ موټرونه کيږي، له کورونو راايستل کيږي چې، دولت ددغو چټليو تقريبا نيمه برخه له ښاره دباندي وړي او نورې يې پاته کيږي.
دکابل ښاروالۍ چارواکي

هغوی هم سمدلاسه زموږ ستونزه دولت ته ورسوله او پاتاو يې پاک کړ. که څه هم چې موږ کولای شوای مستقيما ښاروالۍ يا ولايت مقام ته ورشو، خو ولايتي شورا ته ځکه ورغلو چې هغوی زموږ په رايو ټاکل شوې اوله ولسه راوتلي خلک دي.

ددولت او ولايتي شورا تر څنګ موږ هم د کار په جريان کې له دغه بهير څخه خپل وس نه دی سپمولی، ځينو خلکو پاتاو پوښلی او قبضه کړی و او چا په کور ور ګډکړی و چې دپاک کارۍ کار يې مشکل کړی و.

مخکې له دې چې دولت ورشي اودغه ځايونه په زوره ونړوي موږ دغه خلک قانع کړل چې له قبضې لاس واخلي نو هغه و چې هغوی هم زموږ خبره ومنله.

دځمکې وېشد ښار غږ
دځمکې (نمرې ) وېش
کډوالښارغږ :
ستنيدنه
د آيساف ځواکونهد ښار غږ
آيساف
دښار غږد ښار غږ
د افغانستان په ښارونو کې څه تېريږي؟
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>