|
دښار غږ: کارپوهان او د کار لټه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
که څه هم په افغانستان کې، په ښاري برخه کې ځينې پرمختګونه شوي، خولا اوس هم په دې برخه کې ګڼ شمېر ستونزې نه دي هوارې شوي چې، دې هدف ته د رسېدو لپاره د نوروخلکو ترڅنګ متخصصينو (کارپوهانو) ته هم اړتيا ليدل کيږي. د کارپوهانو د ارزښت په اړه مېرمن ناديه چې، اوس مهال له بهر نه کابل ته راغلې وايي: ”پخوا به د عکسونو چاپ او ډيزاين له افغانستان څخه دباندې کېده خو وروسته چې، يو شمېر افغانانو په بهرکې دغه کار زده کړ او بيا يې دغه وسايل له ځان سره خپل هېواد ته راوړل، اوس دغه کار په څو دقيقوکې کېدای شي“. خو له دې سره سره بيا هم ځينې خلک له بېکارۍ څخه سرټکوي. په دې اړه په کابل کې د کار او ټولنيزو چارو د وزارت د ملي او انکشافي پروژو، د کار موندنې او حرفوي زده کړو مسوول، انجنير رحيم وايي: ”هغه څوک چې، موږ ته د کار پيدا کولو لپاره راځي، معمولا د نابلدتيا، پانګې نه درلودل او له بهر څخه د کار د وسايلو نه راوړلو ستونزې لري “.
خو نويد احمد هغه څو ک دی چې، په مهاجرت کې يې د غاليو اوبدلو کار پرمخ بېوه او اوس خپل هېواد ته له راستنېدنې وروسته يې دغه کسب په خپل ولايت کې بازار نه لري. همدارنګه يو بل تن وايي چې، انګليسې ژبه او کمپيوټر يې زده دی، خو بيا هم وزګار ګرځي. خو ځينو خلکو بيا د بېکارۍ دستونزو د حل لپاره بېلابېلې لارې موندلي دي. ډاکترنجيب الله چې، کله د ترکيې له هېواد نه راستنېده، نو د خپل کلينک ټول د کار وړ وسايل يې له ځان سره راوړي چې، دې کار ډېره مرسته ورسره کړې ده. د کابل ښار يو بل اوسېدونکی بيا په دې توانېدلی چې، له يو چا سره شريک شي او يو طبي لابراتوار جوړکړي. يوه بله لاره چې، خلکو ته د کار موندلو په برخه کې ګټوره ده، هغه د ځينوکسبونو زده کول دي. په دې اړه دافغانستان په ډېرو ولايتونوکې د زده کړې کورسونه جوړ شوي چې، د کار او ټولنيزو چارو وزارت هم په دې برخه کې ځينې پروګرامونه لري. انجينر رحيم وايي:”په دې کورسونو کې ټول افغانان ګډون کولای شي، خو په دې شرط چې، عمر يې تر څوارلسو کلونو کم نه وي.
هغه څوک چې غواړي په دې پروګرام کې ګډون وکړي، لومړی يوه فورمه ورکول کيږي او د ناحيې د يوسپين ږيري يا وکيل لخوا تائيد کيږي او وروسته په دې پروګرام کې ګډون کولای شي“. هغه څوک چې، نيمه مسلکي وي او وغواړي چې، خپل مسلک ته نوره وده ورکړي، کولای شي چې، په دې پروګرامونوکې ګډون وکړي. حميدالله او محمود قاسمي چې، په دغه پروژه کې د کمپيوټر او موبيل تخنيک زده کوي وايي: ” دوی پخوا وزګار وو خو، په دې پروژه کې تر شاملېد وروسته يې ډېرڅه زده کړل او په دې وتوانېدل چې، خپل ځانونه له بې کارۍ خلاص کړي“. د کابل ښار د تايمنيو اوسېدونکی، عبدالصبور هغه څوک دی چې، په مسلکي کورسونوکې يي زده کړه کړې ده، دی دخپل کار په اړه وايي: ”په لومړيوکې بې کاره او خواشينې وم، خو وروسته مې چې، په دې پروګرام کې ګډون وکړ او سند مې تر لاسه کړ، ومې کولای شول چې، د ټيلويزونونو جوړولو ورکشاپ جوړ کړم او دښه کار خاوند شم“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||