BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ښار غږ: د سړکونو جوړول

د سړکونو جوړول

دکابل په ګډون د افغانستان په ډېري ښارونوکې، فرعي سړکونه او کوڅې خامې دي چې، له دې امله ګڼ شمېر ښاري اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

د تالقانو د ښار يو اوسېدونکی منيب احمد واېي:”موږ د خپل خام سړک له امله په ژمي کې دخټو او چيکړو ستونزې ګالو او په دوبي کې د دوړو او ګردونو له امله ساه نه شو اخيستلای“ .

خو په ځينو ښارونو کې خلک توانېدلي چې، له خپل توان سره سم دغه ستونزې اوارې کړي، د کندز ښار يو اوسيدونکی، حاجي نظرګل وايي:

”دوی د خپلې سيمې پر سړک جغل اچولی دی او په راتلونکې کې نيت لري چې، سيمنټ يې کړي“.

د ښارونو پر خامو سړکونو د جغل اچول او يا سيمنټ کول د ښاري اوسيدونکو په توان پوري اړه لرې. د کابل ښار د قلعه موسی يو اوسېدونکې وايې:

”زموږ کوڅه دومره خرابه وه چې، هيڅ موټر به له موږ سره کوڅې ته نه راته،

د خام سړک ستونزې
کار کوونکي د سړک جوړولو پر مهال
 موږ د خپل خام سړک له امله په ژمي کې دخټو او چيکړو ستونزې ګالو او په دوبي کې د دوړو او ګردونو له امله ساه نه شو اخيستلای.
منيب احمد

کله چې به غم او ښادي وه نو د خټو او چيکړو له لاسه به اول خو مېلمانه نه راتلل او که رابه غلل هم، نو ډېر به په تکليف شول.

ځکه چې، که د چا به موزې په پښو نه وې نو په کوڅه کې به د خټو او چيکړو له لاسه نه شوای راتلای.

هماغه و چې د کوڅې وکيل ټول ګاونډيان راوغوښتل او ورته ويې ويل چې، راشئ خپله کوڅه پخه کړو!

ټولو ګاونډيانو په يوه خوله دا خبره ومنله او ويې ويل چې، پيسې به سره واچوو او کوڅه به سيمنټ کړوچې، له دې ستونزو خلاص شو.

زموږ په کوڅه کې پنځه ويشت کورنۍ اوسېږي، هرې کورنۍ پنځه زره افغانۍ سره واچولې او کوڅه موپه سيمنټ کړه.

هغه چا چې پيسې نه درلودې له هغوی مو پيسې وا نه خيستې. اوس مو کوڅه پخه ده، ډېر هوسا او ارام يو“.

خو د کابل ښار د” کارته اريانا“ اوسېدونکو بيا تر دې لا هم د خپل سړک د اوږده عمر غم خوړلی او خپل سړک يې پخپله قير( ډامبر) کړی دی .

د دې سيمې وکيل، ستارالدين صديقي واېي:” موږ د ډېرو ستونزو له امله دې ته اړ شولو چې، ګاونډيان سره راټول کړو او خپل سړک په اساسي ډول پوخ کړو.

يو کار کوونکی د ډامبر د ويلي کولو پر مهال
د ښارونو پر خامو سړکونو د جغل اچول او يا سيمنټ کول د ښاري اوسيدونکو په توان پوري اړه لرې.

نو هماغه و چې، لومړی مو د سړک دواړو خواوو ته لښتي جوړ او بيا مو سيمنټ کړل، وروسته مو د سړک په قير يا ډامبرکولو لاس پورې کړ.

دغه سړک چې ( ٢٦٠) متره اوږدوالی او ( ٦) متره سور لري، تقريبا يو مليون افغانۍ لګښت ور باندي راغی.

کوم ګاونډي چې پيسې نه درلودې، پر ځای يې بل ګاونډی چې، بډای و، دې ته حاضر شو چې، پيسې ورکړي او دغه ناتوانه ګاونډي په عملي کارکې ونډه واخيسته.

اوس له ستونزو خلاص يو او پر سړک هوسا او ارام تګ راتګ کوو“.

ماين پاک او ماين د ښار غږ
ماينونه او نوي ښارګوټي
غضب شوی کورښار غږ
د افغان کډوالو د ملکيتونو غصب
د ښاروالۍ يو تن د چټليو پاکولو پر مهالښارغږ
ولايتي شوراګاني او چاپېريال ساتنه
دځمکې وېشد ښار غږ
دځمکې (نمرې ) وېش
د آيساف ځواکونهد ښار غږ
آيساف
د ښار غږژوند او زدکړه
د ښار غږ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>