|
د ښار غږ : ماينونه او نوي ښارګوټي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې له څوکالو راهيسې يو شمېر پرمختګونه شوي، چې يو يې هم دځينو خصوصي شرکتونو او نادولتي ټولنو له خوا د ښارګوټوجوړول دي. دښاري پراختيا وزارت دچارواکو په وينا، يوازې دکابل په ښار کې په لسګونو ښارګوټي جوړيږي چې ځيني يې جوړ شوي، ځيني د جوړېدو په حال کې دي او دځينو نمرو وېش روان دی. که څه هم دتېرو څوکالو په بهير کې د ماين پاکۍ موسساتو دافغانستان ډېرې سيمې د ماين او ناچاوده توکيو له شر نه پاکې کړي دي، خو ځيني پېښې، ښيي چې اوس هم په يو شمېر سيمو کې ماينونه شته. ځکه چې نوي ښار ګوټي اکثره دخلکو د اوسېدو له ځايونو څخه ليري په دښتو اوشاړو ځمکو کې جوړيږي.
” په ښارګوټوکې ددغه ډول پېښو لوی علت، د ښارګوټو د جوړونکو او خپله دخلکو نه پاملرنه ده چې تر جوړېدو وړاندې ځان د سيمې په اړه نه خبروي“. په دې اړه د جلال اباد ښار اوسېدونکی، هم يوه کسيه لري: ”موږ چې کله دشيخ مصري په ښارګوټي کې کور اباداوه، يوه ورځ د کار پر مهال تږی شوم، کله چې مې اوبه څښلې ماين راباندې وچاودېده اويوه پښه مې پرې شوه“. يو بل تن چې عزت الله نوميږي وايي: ماته يې په يوه ښارګوټي کې ځمکه راکړې وه. يوه ورځ ورغلم چې کار په کې وکړم، ماين راباندې وچاودېده او ټپي شوم“. ښاغلی اورياخېل په ځينو ښارګوټو کې دې ته ورته د څو نورو پېښو يادونه هم کوي لکه: دکابل ولايت د ” باريک اب“ او د هرات ولايت دجبرائيل ښارګوټي بيلګه ورکوي او زياتوي چې څو تنه له منځه په کې تللې دي. دی د دغسې پېښو دمخنيوي په اړه وايي چې، بايد خلک مخکې له دې چې ښارګوټو ته ورشي له سيمه ايزو خلکو او امنيتي پوستو نه دسيمې په اړه معلومات ترلاسه کړي.
دی دښارګوټو دمسئولينو په اړه وايي: مخکې له دې چې دوی خلکو ته نمرې ووېشي. بايد د ماين پاکۍ له ادارو دا معلومات تر لاسه کړي چې په سيمه کې دماينو نو او ناچاوده توکيو خطر شته او که نه؟ په دې اړه ديوه ښار ګوټي څښتن وايي: کله چې مي ځمکه واخيسته نو لومړی مې دماين پاکۍ دفتر ته عريضه وکړه چې ځمکه وګوري. هغوی راغلل، ځمکه يې وکتله، کله چې ښه ډاډه شولو، بيا مو خلکو ته دځمکو يا نمرو وېشل پيل کړل. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||