|
د ښار غږ: وړې کارخانې او د ماينونو خطرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ماين پاکۍ د نړيوالې ادارې په وينا: په ټول افغانستان کې په سلو کې شپېته ځمکه له ماينونو او ناچاوده توکو پاکه شوې ده او پاتې په سلو کې څلوېښت ډېره برخه يې غرونه او شاړې ځمکې دي. خو په دې وروستيو وختونو کې د کډوالو په راتګ سره د افغانستان په ښارونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره شوې ده، ډېرو خلکو خپل کورونه بيا اباد کړي او ځينې نور يې هم د خپلو کورونو په ابادولو بوخت دي چې، ددې کار لپاره ساختمانې موادو ته اړتيا ده له همدې امله ډېرو ښارونو ته نژدې د غرونو په لمنو او شاړو ځمکو کې خلکو د ساختمانې موادو د توليد او لاسته راوړنې لپاره کارخانې جوړې کړي دي. په دغه غرنيو سيموکې کله ناکله د مرګ ژوبلې پېښې هم رامنځته کيږي. په دې اړه کله چې مې هلته لوډر ماشين بوته، چې د دستګاه د درولو لپاره ځای جوړ کړم، په لوډر مو کار پيل کړ چې، په دې وخت کې درز شو، ورپسې درې جاودنې نورې هم وشوې چې، زه او راسره نور دوه کسان ټپيان شول “. خو کله ناکله د ماينونو او ناچاوده توکو دغه ډول پېښې دننه د تيږو ماتولو په ماشين کې هم رامنځ ته کيږي. روح الله چې، د کابل ښار د پلچرخي په سيمه کې د تيږو ماتولو ماشين لري، وايي: ”يوه ورځ زموږ د ګاونډي د تيږو ماتولو په ماشين کې چاودنه وشوه، هغه څوک چې، د ماشين پر سر ولاړ و، په دواړو سترګو ړوند شو. علت يې دا و چې، په ډمټرک موټر کې چې يې تيږې را بارولې، نو د تيږو په منځ کې کوم ناچاوده توکی هم راوړل شوی و، کله چې، يې دغه تيږې په ماشين کې اچولې، دغه چاودنه وشوه“. خو يوازي په غرونو کې نه، بلکې په شاړو ځمکو کې هم دغه ډول پېښې کېدای شي، د جلال آباد ښار يو اوسېدونکی، وکيل وايي: ”ما د خښتو په بټۍ (کره) کې خښتې اچولې (مښلې). يوه ورځ مې په بېلچه خاوره راټولوله چې، د خښتو لپاره منډ (کوټه) جوړه کړم چې، په دې وخت کې يوه چاودنه وشوه، نور په ځان پوه نه شوم، ګورم چې، په روغتون کې بستر يم او يو لاس مې ډېر ژوبل و، بيا يوڅه موده وروسته ډاکترانو لاس راڅخه پرې کړ“.
خو د دغسې پېښو د مخنيوي لپاره خلک څه کوي؟ د تالقانو د ښار يو اوسېدونکی، ”ما دغره په لمنه کې دتيږو ماتولو ماشين د درولو لپاره د کانو اوسپکو صنايعو له وزارت او ښاروالۍ نه اجازه واخيسته. هغوی راته وويل چې، په هغه ځای کې چې، ته ماشين دروې، بايد هلته د ماينونو اوناچاوده توکو په اړه ځان ډاډه او بيا وروسته خپل کار پيل کړې. مايې هم خبره ومنله او په سيمه کې مې په دې اړه له خلکو پوښتنه وکړه، هغوی راته وويل چې، دلته ماينونه دي. بيا ولاړم د ماين پاکۍ دفتر ته مې په دې باب خبر ورکړ، هغوی څه موده وروسته راغلل او ساحه يې له ماينونو پاکه کړه، هغه و چې، بيا مې په کار پيل وکړ“. په کابل کې د UNMACA يا د ماين پاکۍ د نړيوالې ادارې دعملياتي برخې مسئول، ” کوم خلک چې، غواړي دغرونو په لمنو اويا خاره ځمکو کې کارخانې جوړې کړي، بايد لومړی دسيمې له خلکو، امنيتي پوستو او ماين پاکۍ له ټيمونوڅخه ددغه ځای په اړه معلومات تر لاسه کړي، کله چې په دې باب ډاډه شول، بيا دې په کار پيل وکړي“. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||