|
د ولس خبرې: سارک | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د سارک سازمان په (١٩٨٥) ميلادي کال کې چې له (١٣٦٤) ش کال سره سمون لري، د بنګلدېش هېواد د ولسمشر ضياء الرحمن په نوښت رامنځته شو. په پيل کې يې (٧) هېوادونو غړيتوب درلود، چې له بنګلدېش، پاکستان، مالديف، هندوستان ، سريلانکا، بوټان او نيپال څخه عبارت وو، خو اوس (٨) غړي لري. د سارک په (١٣) مه کلنۍغونډه کې، چې د بنګلدېش هېواد په پلازمېنه ډاکه کې جوړه شوې وه، افغانستان هم د دايمي غړي په توګه ومنل شو. تر هغه وروسته د سارک په (١٤) مه کلنۍغونډه کې، چې د هندوستان په پلازمېنه نوي ډهلي کې جوړه شوې وه، د افغانستان استازو هم ګډون کړی و. اوس پوښتنه دا ده، چې خپله سارک څه مانا لري؟ د افغانستان د سيمه ييزوڅيړنو د مرکز مشر، عبدالغفور لېوال په دې اړه داسې وايي:
”سارک (SAARC) د South Asian Association for Regional Cooperation) ( کلماتو لنډيز دی، چې ( د جنوبي اسيا د هېوادونو دسيمه ييزې همکارۍ سازمان) مانا لري. دا سازمان ځکه جوړ شو، چې د جنوبي اسيا په هېوادونوکې ځينې ستونزې، لکه بې سوادي، بېوزلي او داسي نورې ستونزې له منځه يوسي. د سارک سازمان په لاندې برخو کې کار کوي: _ کرهڼه او د کليو پراختيا
دکار طرز او ډول يې داسې دی، د بېلګې په ډول د سارک په يوه غړي هېواد کې سيلاب راځي، بيا د نوموړي سازمان ټول غړي له دغه سېلاب ځپلي هېواد سره مرسته کوي. د بېلګې په ډول يو هېواد د جامو او خوړو مرسته ورسره کوي، بل د درملو مرسته کوي او ډاکټران وراستوي او نور بيا بل ډول مرسته ورسره کوي. د سارک سازمان خپل لګښتونه له غړيو هيوادونو څخه ترلاسه کوي، خو يوه اندازه لګښت يې جاپان هم ورکوي. ددې سازمان دغړيتوب شرايط دادي چې، لومړی بايد سارک ټول غړي هېوادونه د نوي غړي پر سر يوه خوله وي. بل هغه هېواد، چې د دې سازمان غړيتوب غواړي، بايد په جنوبي اسيا کې موقعيت ولري او هغه هېوادونه، چې داسيا په جنوب کې نه دي پراته، په سارک کې دکتونکی يا ناظر په توګه غړيتوب ترلاسه کولای شي، خو درايو حق نه لري.
تردې مهاله جاپان او د امريکا متحده ايالاتو هېوادونه د سارک کتونکي غړي دي. د يادونې وړ ده، چې هر درې کاله وروسته د سارک سر مشريزه (رهبري) ټاکل کېږي. هغه څوک، چې د سارک د سازمان په مشرۍ ته ټاکل کېږي، بايد د خپل هېواد د وزيرانو دشورا موافقه ترلاسه کړي. د يادونې وړ ده، چې د سارک مرکزي دفتر دنيپال هېواد په مرکز کټمنډو کې دی. |
بهرنۍ پاڼې بي بي سي د بهرنيو اېنټرنېټ پاڼو د محتوا مسووليت په غاړه نه اخلي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||