|
د ولس خبرې: تمدن | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له څه مهاله راهيسي چې، انسانو په نړۍ کې ژوند پيل کړی، نو ورسره بېلابيلو تمدنونو هم وده کړې او رامنځته شوي دي. په افغانستان کې د هندوکش د غرونو لمنې د ډېرو پخوانيو تمدنونو زانګو ده. داچې تمدن څه ته وايي، د کابل ولايت يو اوسيدونکی فريد داسې وايي: ”تمدن د انسان لاسته راوړنو ته وايي، يانې انسان چې په هره برخه کې پرمختګ کوي تمدن بلل کېږي. د بېلګې په ډول پخوا انسانانو په څارويو يوې کوله، خو وروسته بيا ټرکټر اونور پرمختللي وسايل جوړشول، چې دغه کار يې ډېر اسانه کړ“. د افغانستان د علومو اکاډمۍ غړی، عبدالقيوم مشواڼی په دې اړه داسې وايي: تمدن د عربي ژبې کلمه ده او د ښاري ژوند، پرمختګ او ترقۍ مانا لري. د يادولو وړ ده چې تمدن په پښتو او دري ژبوکې هم په ورته مانا ګانو سره کارول کېږي. کله چې انسان د خپل ژوند د پرمختګ اوسوکالۍ په لار کې برياوي او لاسته راوړنې ولري، دې ته تمدن وايي.
د بېلګې په ډول پخوا انسانانو پلي سفرونه کول، خو وروسته يې د سفرونو داسانۍ لپاره موټرونه او الوتکې جوړې کړې او سفرونه يې ډېر لنډ او اسانه کړل، چې دا خپله د انسان د لاسته راوړنو برکت و. تمدن د انساني ژوند په هره برخه کې راتلای شي، د بېلګې په ډول په اقتصادي، فرهنګي او داسې نورو برخو کې. دوخت په تېرېدو سره ځينې تمدنونه له منځه ځي، خوځينې اثرات او اغېزې يې پاتې کېږي. د بېلګې په ډول د مصر تمدن په هماغه پخواني شکل نه دی پاتې، خو اثرات يې اوس هم ښکاري. تمدنونه دعقايدو، سيمو، ځايونو او وخت له مخې وېشل کېږي. اسلامي او بودايي تمدنونه دعقايدو او د لرغوني يونان اومصر تمدنونه يې دسيمو ښکاره بېلګې دي. د دې ترڅنګ تمدنونه دوخت او زمان له مخې هم وېشل کېدای شي“. په پيل کې انسانو ډير ابتدايي او ساده ژوند درلود او په ډله ييز ډول اوسېدل، بيايې په خېمو او کېږديو کې ژوندپيل کړ، تردې وروسته يې ښاري ژوند ته مخه کړه چې اوسنی ښاري ژوند يې بېلګه ده.
د يوې ټولنې اوځای تمدن په بل ځای او ټولنه کې کټ مټ نه شي عملي کېدای، ځکه چې هره سيمه ځان ته جلا عقايد، رواجونه، دودونه او دژوند طرز او وسايل لري. د تمدن د پرمختګ په باب د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد، ودير صافی داسي وايي: تمدن او پرمختګ له يوبل سره دومره توپير نه لري، بلکې سره تړلي دي، يانې د تمدن په نتيجه کې پرمختګ رامنځته کېږي“. انسانان مسؤليت لري، چې د يوه تمدن ښې برخې پياوړې کړي او هغه برخې چې ګټه نه لري له پامه وغورځوي، مثلاًپه کم عمرکې دنجونو ودول اوداسې نور ناوړه رواجونه بايد له منځه يووړل شي. کله چې يو تمدن پرمختګ وکړي نو په نتيجه کې يې پرمخ تللې ټولنه رامنځته کېږي او د انسانانو ژوند، نېګمرغه هوسا او ارامه کېږي. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||