د سياسي کارپوهانو په وينا، معاهده ياتړون د لومړي ځل لپاره تر مېلاد (٢٥٠٠) کاله پخوا د يونان په هېواد کې لاسليک شو. څه رنګه چې هغه مهال د يونان هر ښارځان ته جلا حکومت او قانون درلود، نو د يوه تړون له مخي يې د ټولو ښارونو لپاره د يوه قانون پلي کېدل ومنل. معاهده په لغت کې د وعدې او تعهد مانه لري، چې په پښتو ژبه کې تړون ورته وايي. تړون د دوو او يا څو غاړو تر منځ کېږي، خو دا چې تړونونه معمولاً په کومو برخو کې کېږي، سرمحقق سيد امين مجاهد داسې وايي: ”تړون سياسي، فرهنګي، سوداګرۍ او داسې نورو برخو کې کېدای شي. د اسلام په تاريخ کې د حديبې تړون لومړی تړون و چې د مسلمانانو او مخالفينو ترمنځ لاسليک شو.  | تړون د چا له خوا لاسيک کيږي؟   يو تړون کېدای شي، چې ديوه کال او يا کم و زياد وخت لپاره وي او هغه کسان پر تړون لاسليک کوي، په دې برخه کې صلاحيت ولري.  سيد امين مجاهد |
په معاصر افغانستان کې د لومړی ځل لپاره د احمد شاه بابا او عثماني حکومت تر منځ يو سياسي تړون لاسليک شو. تړونونه عمومًا په ليګلې بڼه وي، چې د دواړو غاړو لاسليکونه ورباندې کېږي او معمولاً په داسې ژبه ليکل کېږي، چې د تړون دواړې غاړې په پوهيږي. تړونونه معمولاً د دوو دولتونو، دڅو دولتونو، ډلو او دوو کسانو ترمنځ لاسليک کېږي. د هر تړون متن يو له بله توپير سره لري. د بېلګې په ډول د حديبې د سولې د تړون متن په دې ډول و: ١ _ د لسو کلونو لپاره به دښمنۍ او جګړې نه وي. ٢_ د دواړو غاړو ځان او مال به له تېري څخه خوندي وي. ٣_ دواړې غاړې به د تړون مراعت او درناوی کوي اوداسې نورې مادې. لکه څنګه چې د تړونونو متنونه توپير سره لري، دغه شان يې وختونه او نېټې هم توپير سره لري، چې د دواړو لورو په سلا ټاکل کېږي.  | | | تړون تل د با صلاحيتو کسانو له خوا لاسليک کيږي. |
د بېلګې په ډول يو تړون کېدای شي، چې ديوه کال او يا کم و زياد وخت لپاره وي. د تړون پر پاڼه معمولاً هغه کسان لاسليک کوي، چې د مسئلې يو اړخ او په دې برخه کې صلاحيت ولري. کله ناکله دريم هېواد، ډله يا فرد دريمګړي په توګه د تړون دعملي کېدو ضمانت او څارنه کوي.
|