BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:28 گرينويچ 2007 ,16 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: پانګه اچونه

پانګه اچونه

په کابل ښار او د افغانستان په نورو ښارونو کې ليدل کېږي چې خلکو په بيلابيلو برخو کې پانګې اچولي دي، دبېلګې په ډول چا فابريکې اوچا مارکېټونه جوړ کړي دي

دا چې پانګه څه شی ده، د ”ايسا“ يا په افغانستان کې د پانګې اچونې د ملاتړ د ادارې يو چارواکی، سيد مبين شاه داسي وايي:

”ټولو منقولو اوغير منقلو شتمنيو، ماشينونو او وسايلو ته ويل کېږي چې يوڅوک يې لري، پانګه يا سرمايه ويل کېږي .

منقوله هغه پانګه ده چې له يوه ځايه بل ځای لېږدول کېدای شي، دبېلګې په ډول پيسې، ماشينونه او داسي نور او غيرمنقوله سرمايه لکه ځمکه، کورونه، فابريکې او داسي نور چې دانتقال وړنه وي“.

پانګه څه ته ويل کېږي
پانگه اچونه
 ټولو منقولو اوغير منقلو شتمنيو، ماشينونو او وسايلو ته ويل کېږي چې يوڅوک يې لري، پانګه يا سرمايه ويل کېږي .
سيد مبين

د کابل د قره باغ ولسوالۍ يو اوسېدونکی، جاويد د پانګې اچونې په اړه داسي وايي:

”که يوڅوک پانګه په کار واچوي، مثلاً پيسې په سوداګرۍ بندې کړي، دې ته پانګه اچونه وايي “.

سيد مبين شاه د پانګې اچونې د ډولونو په اړه وايي: ” پانګه اچونه پر مستقيمه، غير مستقيمه، کورنۍ اوبهرنۍ برخو وېشلای شو.

غير مستقيمه پانګه اچونه هغه ده چې يو څوک خپله پانګه بل چاته ورکړي او هغه يې په کار واچوي، خو ګټه يې دپانګې خاوند ته رسېږي.

مستقيمه پانګه اچونه بياهغه ده چې يوڅوک خپله پانګه په خپله په کار واچوي اوکورنۍ پانګه اچونه هغه ده چې يوڅوک په خپل هېواد کې پانګه واچوي.

خو بهرنۍ پانګه اچونه بيا د نورو هېوادونو دخلکو له خوا کېږي چې کېدای شي دا پانګه اچونه هم مستقيمه اويا غير مستقيمه وي“.

ددې لپاره چې دخصوصي پانګونې چارې ښه پر مخ ولاړې شي د خصوصي پانګې اچونې د قانون پر اساس يوکميسيون ګمارل شوی چې د بېلابيلو وزارتونو وزيران يې غړيتوب لري.

د پانګې اچونې ګټه څه ده؟
د غاليوپه کاروبار کي پانګه اچونه
 که يوڅوک د غوړيو فابريکه جوړه کړي، نو يو، خو به د هغې سيمې دخلکو اويا هېوادوالو د غوړيو اړتيا پوره شي اوبل به خلکوته د کار زمينه برابره شي.
سيد مبين

د پانګې اچونې ارزښت دادی چې د هېواد اقتصاد پياوړی کېږي، ځکه چې حکومتونه د پانګو اچونکو څخه ماليه اخلي.

بل داچې په پانګې اچولو سره په هېواد کې دتوليد کچه لوړېږي چې په دې ډول دخلکو اړتياوي پوره کېږي او دتوليداتو بيې راټيټېږي.

مثلاً که يوڅوک د غوړيو فابريکه جوړه کړي، نو يو، خو به د هغې سيمې دخلکو اويا هېوادوالو د غوړيو اړتيا پوره شي اوبل به خلکوته د کار زمينه برابره شي.

کاپي رايټد ولس خبرې
کاپي رايټ
کتابونهد ولس خبرې
علمي رتبې
د باميانو بوداد ولس خبرې
تمدن
د اختر لمونځ کوونکي د کابل عيد ګاه جومات کېد ولس خبرې
اختر
لاسليک شوی تړوند وولس خبرې
تړون
د مشرانو جرګې کميسيونونهد ولس خبرې
د مشرانو جرګې کميسيونونه
د سارک ارمد ولس خبرې
سارک
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>