BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: کاپي رايټ

کاپي رايټ

ګڼ شمېر ليکوالان، شاعران، فلم جوړوونکي اوڅېړونکي پرخپلو اثارو د کاپي رايټ ) Copyright ( کلمه ليکي چې، دنقل دحق مانالري.

داچې کاپي رايټ څه ته وايي، په دې اړه د لوګر ولايت يواوسېدونکی منصور داسې وايي:

”ما د سي ډي پر پوښونو دا کلمه ليدلې ده چې، د چاپ حق محفوظ دی.

زما په اند داپه دې ماناچې، څوک اجازه نه لري، په هغه کې لاس ووهي“.

د کابل ښار يو ولسي سندر غاړی، عادل شاه د کاپي رايټ په اړه داسې وايي:

”کاپي رايټ هغو حقونوته ويل کېږي، د بېلګې په ډول زه يوه سندره وايم، هغه سندره زما له اجازې پرته بل څوک نه کاپي او نه يې په بازار کې خرڅولای شي“.

 د کاپي رايټ موضوع په هنري، علمي او ادبي برخوکې مطرح ده، دبېلګې په ډول په فلمونو، عکاسۍ، ليکلو مقالواو کتابونو په برخه کې.
نجيب منلی

مثلاً د يوه کتاب چاپول او کاپي کول يوازې په ليکوال پورې اړه لري،

يانې هغه څوک چې نه غواړي کتاب يې بل څوک چاپ او يا خپور کړي، نو دغه جمله ورباندې ليکي“.

کاپي رايټ دعلمي، هنري او ادبي اثارو دساتنې يو ډول حقوق دی چې، د نقل واک يې په خاوندانو پورې اړه لري.

ددوی له اجازې پرته نورڅوک حق نه لري چې، دغه اثار کاپي او ياپه هغه کې ګوتي ووهي.

داچې کاپي رايټ په کومو برخو کې عملي کېدای شي اوپه کومو اثارو پوري اړه لري، په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار، نجيب الله منلی داسې وايي:

”د کاپي رايټ موضوع په هنري، علمي او ادبي برخوکې مطرح ده، دبېلګې په ډول په فلمونو، عکاسۍ، ليکلو مقالواو کتابونو په برخه کې.

ددې ترڅنګ د کاپي رايټ موضوع په انټرنټ کې دځای پر ځای شويو مطالبواو علمي، هنري او ادبي برخو کې هم مطرح ده“.

کاپي رايټ تر کومه وخته پورې اعتبار لري؟
کاپي رايټ
 په ځينو هېوادونوکې د اثر د خاوند تر مړينې (٥٠) کاله وروسته دوام کوي او په ځينو هيوادونوکې بيادغه حق تر (٧٥) کالو پورې وي.
نجيب منلی

داچې کاپي رايټ تر کومه وخته پورې اعتبار لري، ښاغلي منلي وويل:

”دا په هېوادونو کې سره توپير لري، په ځينو هېوادونوکې د اثر د خاوند تر مړينې (٥٠) کاله وروسته دوام کوي.

په ځينو هيوادونوکې بيادغه حق تر (٧٥) کالو پورې د اثر په خاوند او د هغه په وارثينو پورې اړه درلودای شي. “

د کاپي رايټ ارزښت په دې کې دی چې د ليکوال، سندرغاړي او نورو هنرمندانو حق خوندي وي

اونور څوک نه شي کولای چې ددې اثر معنوي اومادي ګټه چې، يوهنرمند زيار ورباندې ايستلی بل څوک وخوري.

کتابونهد ولس خبرې
علمي رتبې
د باميانو بوداد ولس خبرې
تمدن
د اختر لمونځ کوونکي د کابل عيد ګاه جومات کېد ولس خبرې
اختر
لاسليک شوی تړوند وولس خبرې
تړون
د مشرانو جرګې کميسيونونهد ولس خبرې
د مشرانو جرګې کميسيونونه
د سارک ارمد ولس خبرې
سارک
 پارلماني ډلېد ولس خبرې
پارلماني ډلې
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>