BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت:
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: علمي رتبې

علمي رتبې

په افغانستان کې دوه ډوله علمي رتبې موجودې دي چې، يو د پوهنتونو او بل د علومو اکاډمۍ علمي رتبې دي.

کله چې په (١٣١١) هجري لمريز کال کابل پوهنتون جوړ شو، نو له هماغه وخته راهيسي په افغانستان کې علمي رتبې هم رامنځته شوې.

دا چې علمي رتبې څه دي، په دې اړه دکابل پوهنتون استاد، انور خيرې داسې وايي:

”رتبه د مقام، درجې او ځای مانا لري او علمي هم د علم څخه اخيستل شوې او د علمي درجې او مقام مانا ورکوي.

په بله مانا د يو چا د زدکړو د کچې تعينولو ته علمي رتبه وايي“. علمي رتبې د پوهنتونونو استادانوته د ځانګړو شرايطو له مخې ورکول کېږي.

علمي رتبه څه ته وايي؟
 رتبه د مقام، درجې او ځای مانا لري او د يو چا د زدکړو د کچې تعينولو ته علمي رتبه وايي.
انور خيري

مثلاً د پوهنتون د زدکړو پر مهال يې په سلوکې (٧٥) نمرې پوره کړې وي او په کدر کې راغلی وي.

همدارنګه د رتبو د ترلاسه کولو لپاره ځانګړی عمر هم په پام کې نيول شوی دی.

د پوهيالي رتبې لپاره بايد د نارينه وو عمر تر (٣٥) او د ښځو عمر تر (٣٠) کالو ډېر نه وي. د نورو رتبود ترلاسه کولو لپاره بيا ځينې نور شرايط هم شته.

د بېلګې په ډول د پوهنيار رتبې کانديد بايد د ماسټرۍ درجه ولري. +

همدا رنګه د پوهنمل درتبې د ترلاسه کولو لپاره ډوکټورا او دپوهندوی، پوهنوال او پوهاند لپاره کاري تجربه او ليکلی اثر ضروري دی.

په يوه هېواد کې د علمي رتبو ارزښت کې دادی چې په پوهنتونو کې دعلم کچه لوړېږي او د هر استاد د زدکړو کچه هم د رتبې په مرسته معلومېدای شي.

د افغانستان علمي رتبې دپوهيالي له علمي رتبې څخه پيل او دپوهان په علمي رتبې پای ته رسېږي.

علمي رتبې
 د پوهيالي رتبې لپاره بايد د نارينه وو عمر تر (٣٥) او د ښځو عمر تر (٣٠) کالو ډېر نه وي.
انور خيري

داسې نشي کيدای چې يوڅوک پوهيالی وي او پرته له دې چې پوهنيار شي يو دم د پوهنمل رتبې ته ورسېږي.

د کابل پوهنتون استاد خالد وزيري چې نوی پوهيالی شوی داسې وايي: ”زه يوکال دپوهيالي رتبې لپاره کانديدوم، په دغه موده کې مې د استاد د مرستيال په توګه کار کاوه.

تردې وروسته مې دغه دوره د مسؤلو کسانوله لوري وارزول شوه او بيا مې د پوهيالي رتبه ترلاسه کړه“.

په افغانستان کې دپوهنتونو پرعلمي رتبو سربېره دعلومود اکاډمي هم علمي رتبې لري.

په دې اړه دعلومو اکاډمۍ يوغړی نصرالله زرمتی داسې وايي: ”د علومو اکاډمۍ رتبې په (١٣٥٧) هجري شمسي کال کې رامنځته شوې.

دغه رتبې د محقق مرستيال، محقق، د سرمحقق مرستيال ،سرمحقق، کانديد اکاډمسين او اکاډمسين رتبې دي“.

د علومو اکاډمۍ رتبې هم د ځانګړو شرايطو له مخې ورکول کېږي.

دعلومو اکاډمۍ رتبې کومې دي؟
عملي رتبې
 دعلومو اکاډمۍ رتبې د محقق مرستيال، محقق، د سرمحقق مرستيال، سرمحقق، کانديد اکاډمسين او اکاډمسين رتبې دي“.
نصرالله زرمتی

د بېلګې په ډول عمر يې تر (٤٠) کاله لږ وي او د يونسکو له پنځو ژبو (انګليسي، عربي، روسي، هسپانوي او فرانسوي) څخه يې يوه ژبه زده وي.

د علومو اکاډمۍ د رتبو تر منځ ځانګړي مودې ته اړتيا ده.

يانې هغه څوک چې د محقق مرستيال رتبه ترلاسه کوي ترڅلورو کلونو وروسته د محقق او يا هم سرمحقق مرستيال د رتبې لپاره کانديد کېدای شي.

همدارنګه يوڅوک شپږ کاله وروسته دسرمحقق د رتبې د ترلاسه کولو لپارځان کانديدولای شي

او د اکاډمسين د رتبې لپاره د ليکلو اثارو او کاري تجربې درلودل ضروري خبره ده.

د باميانو بوداد ولس خبرې
تمدن
د اختر لمونځ کوونکي د کابل عيد ګاه جومات کېد ولس خبرې
اختر
لاسليک شوی تړوند وولس خبرې
تړون
د مشرانو جرګې کميسيونونهد ولس خبرې
د مشرانو جرګې کميسيونونه
 پارلماني ډلېد ولس خبرې
پارلماني ډلې
د افغانستان آرمد ولس خبرې
ملي سرود
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>