BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:59 گرينويچ 2007 ,15 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د وولس خبرې: حج

بيت الله شريف

د افغانستان د حج او اوقافو د وزارت په وينا، سږ کال٣٠ زره افغانان د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ځي.

خو خپله حج څه ته وايي؟ د لوګر د ولايت اوسيدونکی قاري وحيدالله داسې وايي: "حج د اسلام پنځم رکن دی.

ددي فريظې د اداکولو لپاره مسلمانان عربستان ته ځي، هلته د کعبې طواف او د حج نور مراسم پر ځای کوي او په دغو مراسمو کې ګڼ شمير مسلمانان را ټوليږي ."

د کابل ښار د حضرت علي (رض) د جومات ملا امام قاري امير سيد د حج د ماناپه اړه وايي:

"حج په لغت کې قصد کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه قصد او حرکت ته ويل کيږي،

چې يو مسلمان کعبې ته د ورتګ نيت وکړي او دا فريضه د يوه خاص وخت ، شرايطو او ځانګړو عملونو په ترسره کولو سره ادا کيږي."

حج څه ته وايي؟
يو تن استاد، حجاجو ته د حج د مراسمو په هکله وينا کوي.
 حج په لغت کې قصد کولو ته وايي او په اصطلاح کې هغه قصد او حرکت ته ويل کيږي، چې يو مسلمان کعبې ته د ورتګ نيت وکړي.
قاري امير سيد

حج د هجرت په نهم کال پر مسلمانانو فرض شو او له نورو ثوابونو او ځانګړتياوو سره سره د مسلمانانو د اتحاد او يوالي نښه هم ده.

خو ايا په ورځني ژوند کې کومه داسې بيلګه لرو چې په هغه کې مسلمانان سره را غونډ شي؟
په دې اړه د لوګر ولايت اوسيدونکی فواد وايې:

"که مونږ د خپل کلي جومات ته وګورو، نو د څو کورونو کسان هلته دسهار يا ماسپښين په جماعت کې د لمانځه لپاره راغونډيږي او د يوبل له ستونزو نه خبريږي.

دا د خلکو د غونډيدو يوه ښه بيلګه ګڼلی شو."

د سيف الرحمن په نامه يو بل تن بيا د جمعي د لمانځه مثال ورکوي، وايې چې په دې لمانځه کې د بيلابيلو کليو خلک را ټوليږي او د لمانځه په ادا کولو سربيره، د يوبل له حال او احوال نه هم خبر اخلي.

په جماعت سره د لمانځه د ادا کولو يو ارزښت هم دا دی چې مسلمانان د يوبل له حال نه خبر شي

او د يوبل سره د هغوی پيژندګلوي زياته شي. خو په حج کې د مسلمانانو يو ځای والی کومې ګټې لري؟

يو تن افغان حاجي په احرام کې
 حج د يووالي يوه بيلګه ده، هلته د هر قوم او قبيلې خلک، خان او غريب، تور او سپين، ټول د يوه هدف لپاره راغونډيږي.
قاري وحيد

قاري امير (سيد) وايي: "حج د يووالي يوه بيلګه ده، هلته د هر قوم او قبيلې خلک، خان او غريب، تور او سپين، ټول د يوه هدف لپاره راغونډيږي او يو هم له بل نه کومه برتري نه لري."

خو د حج له راټوليدنې نه خلک څه زده کولای شي؟ قاري وحيد په دې اړه داسې وايي:

"لکه څنګه چې په حج کې د هر قوم او هيواد خلک پرته له کومه توپيره سره راغونډ شوي وي بايد مونږ هم په کلي کور کې خپلې قومي او ژبنی ستونزې ترشاه پريږدو.

په اتفاق ژوند وکړو، ځکه چې په قران شريف کې الله پاک فرمايي: "پروردګار ته هغه څوک نږدې دی چې تقوا ولري، نو له دې نه ښکاري چې د قوم، ژبې او سيمې له مخې هيڅوک په بل چا برتري نه لري."

د افغانستان د علومو اکاډمۍ ودانۍد ولس خبرې
د علومو اکاډمي
په دروند کار بوخت سو تن د ولس خبرې
درانده کارونه
د تابعيت تذکرهد ولس خبرې
د تابعيت تذکره
پانګه اچونه د ولس خبرې
پانګه اچونه
کاپي رايټد ولس خبرې
کاپي رايټ
کتابونهد ولس خبرې
علمي رتبې
د باميانو بوداد ولس خبرې
تمدن
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>