BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:11 گرينويچ 2007 ,10 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د علومو اکاډمي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ ودانۍ
د علومو اکاډمي هغه ځای دی چې هلته د علومو په برخه کې څېړنې کېږي.

په (١٣٨٣) ل کال کې د لومړي ځل لپاره د سرمحقق ډاکټرشاه محمد ميوندي اثر ته د ايکو يا اقتصادي همکارۍ سازمان له خواجايزه وګټله.

نوموړی اثر د افغانستان دعلومو اکاډمۍ په چوکاټ کې ليکل شوی او چاپ شوی و.

همدارنګه د محمد ناصر ستانکزي اثر چې د اقتصاد په اړه و، په (٢٠٠٦)م کال کې دنوموړي سازمان له خواجايزه وګټله. اوس به لومړی داموضوع وڅېړو چې اکاډمي څه مانا لري؟

اکاډمي يوه يوناني کلمه ده او په يونان کې د اتن ښار ته نژدې دهغه لوی باغ نوم و چې په هغه کې به افلاطون خپلو شاګردانو ته تدريس کاوه.

خو په علمي اصلاح کې ټولنې او ښوونځي ته ويل کېږي او علوم د علم جمع ده، ياني دعلومو ټولنه.

اکاډمۍ څه مانا؟
 اکاډمي يوه يوناني کلمه ده او په يونان کې د اتن ښار ته نژدې دهغه لوی باغ نوم و چې په هغه کې به افلاطون خپلو شاګردانو ته تدريس کاوه.
ډاکټر الف محمد شرر

د کابل ولايت يو اوسېدونکی محمد احسان په دې اړه داسې وايي:

”د علومو اکاډمي هغه ځای دی چې هلته د علومو په برخه کې څېړنې کېږي،

د بېلګې په ډول ادبياتو، تاريخ او داسې نورو علومو په برخوکې څېړنه کېږي اوبيا د کتاب په بڼه چاپېږي“.

عبيدالله چې په کابل ښارکې د ښوونځي د نهم ټولګي زده کوونکی دی، په دې اړه داسي وايي:

”په علومو اکاډمۍ کې هم دښوونځيو د بېلابېلو مضامينو په شان څېړنې کېږي اوکتابونه ليکل کېږي“.

د بلخ ولايت احمدالله داسي وايي: ”دعلومواکاډمۍ ګټه دا ده چې د افغانستان دبېلابېلو ژبو، رواجونو او قومونوپه اړه څېړنې کوي او ديوې سيمې معلومات د افغانستان نورو خلکوته ورکوي“.

سر محقق ډاکتر الف محمد شرر د علومو اکاډمۍ په اړه وايي:

ډاکټر الف محمد شرر
 په (١٣٢٤ل) کال د تاريخ ټولنه، دائرة المعارف او ځينو نورو علمي او ادبي ټولنو له يوځای کېدو څخه پښتو ټولنه جوړه شوه بيا په ١٣٥٧ ل کال (د علومو اکاډمي) ونومول شوه.
ډاکټر الف محمد شرر

”په (١٣٢٤ل) کال د تاريخ ټولنه، دائرة المعارف او ځينو نورو علمي او ادبي ټولنو له يوځای کېدو څخه پښتو ټولنه جوړه شوه.

بيا په ١٣٥٧ ل کال (د علومو اکاډمي) ونومول شوه“. د علومو اکاډمي درې معاونيتونه لري چې د بشري علومو معاونيت، د طبعي علومو معاونيت او اسلامي علومومعاونيت دی.

ديادونې وړ ده چې ددې معاونيتونو په چوکاټ کې نورې څانګې هم شته، د بېلګې په ډول د بشري علومومعاونيت، اجتماعي علوم، د ژبو او ادبياتو مرکز، د پښتو ژبې د څېړنو نړيوال مرکز او نور.

سرمحقق ډاکټر الف محمد شرر دعلومو اکاډمۍ د جوړېدو د هدفونو په باب داسي وايي:

”ددې ټولنې د جوړېدو هدف دا دی چې په افغانستان کې علوم پر مختګ وکړي او په دې برخه کې څېړنې وشي.

په علومو اکاډمۍ کې چې دکومو موادو په اړه څېړنې کېږي هغه د يوه کتاب په بڼه چاپ او بيا په پوهنتونو او نورو تحصيلي او علمي مؤسساتوکې د خلکو په خدمت کې ايښودل کېږي.“

د دې ټولنې هدف څه دی؟
د افغانستان د علومو اکاډمۍ ودانۍ
 ددې ټولنې د جوړېدو هدف دا دی چې په افغانستان کې علوم پر مختګ وکړي او په دې برخه کې څېړنې وشي.
ډاکټر محمدالف شرر

علومو اکاډمي يو خپلواک دولتي رياست دی چې ولسمشر ته مسئوليت لري او د هغه له خوا اداره کېږي. د افغانستان د حکومت په هر وزارت کې د علومو اکاډمۍ يو يو استازی موجود وي.

د بېلګې په ډول د پوهنې په وزارت کې د تعليمي نصاب په برخه کې يو استازی شته لري چې د ښوونځيو د کتابونو په برخه کې نظر ورکړي.

د علومو اکاډمۍ د چارواکو په وينا، په دغه اداره کې هرکال دڅېړنې (٥٠) پروژې بشپړې اوبيا چاپېږي.

په دروند کار بوخت سو تن د ولس خبرې
درانده کارونه
د تابعيت تذکرهد ولس خبرې
د تابعيت تذکره
پانګه اچونه د ولس خبرې
پانګه اچونه
کاپي رايټد ولس خبرې
کاپي رايټ
کتابونهد ولس خبرې
علمي رتبې
د باميانو بوداد ولس خبرې
تمدن
د اختر لمونځ کوونکي د کابل عيد ګاه جومات کېد ولس خبرې
اختر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>