BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:04 گرينويچ 2007 ,02 دسمبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: درانده کارونه

څو تنه چې د خښتو په بټۍ کې په درانده کارونو بوخت دي.


د افغانستان ډېری اوسېدونکي د خپل ژوندانه د اړتياوو پوره کولو لپاره اړ دي کار وکړي چې، په دوی کې ځينې يې درانده کارونه هم کوي.

دغه درانه کارونه هم په لنډ اوهم په اوږد مهال کې دهغوی پر ذهن او جسم ناوړه اغېز کوي.

داچې کار څه ته وايي، د پروان ولايت يو اوسېدونکی عبدالروف په دې اړه رڼا اچوي:

”کار د انسان عمل ته وايي، د بېلګې په ډول يو څوک د دفتر کار کوي او بل څوک بيا په بازار کې شيان خرڅوي.

کارونه هم درانه او هم سپک وي، خو داسي کارونه هم شته چې نه درانده او نه هم سپک وي.

څو تنه چې د خښتو په بټۍ کې په درانده کارونو بوخت دي.
 کار د انسان عمل ته وايي، د بېلګې په ډول يو څوک د دفتر کار کوي او بل څوک بيا په بازار کې شيان خرڅوي.
عبدالروف

د بېلګې په ډول زه دوکانداري کوم، دا دومر دروند کار نه دی او هغه کسان چې په منډه يي کې جواليتوب کوي دا يو دروند کار دی چې سړی ستړی کوي“.

د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کميسيون حقوقي سلاکار، پوهندوی محمد محسن فريد د کار د ډولونو په باب داسې وايي:

”کار پر دوه ډوله دی چې يو ذهني او بل فزيکي کارونه دي. ذهني کارونه هغه دي چې په هغه کې د يوه انسان ذهن ډېر بوخت وي،

د بېلګې په ډول ليکوالي او ځينې دفتري کارونه او فزيکي کارونه بياهغه دي چې په هغه کې د يوه انسان قوه استعمالېږي.

د بېلګې په ډول دوکانداري، بزګري، خياطي او داسي نور چې له دې کارونو څخه هر يو يې هم دروند او هم سپک کېدای شي.

داچې درانده کارونه کوم دي، دا پوښتنه دلوګر ولايت يو اوسېدونکی عبادالله ځوابوي:

”درانده کارونه هغه دي چې، د يوه انسان له وس او توان څخه بهر او يا په يوچا باندې په زوره وشي.

درانده کارونه کوم دي؟
پوهندوی محمد حسن فريد
 ټول هغه کارونه چې په جبر او زور پر يوچا تحميل شي او همدارنګه د يو چا له وس او توان څخه بهر وي، درانده کارونه بلل کېږي.
پوهندوی محمد محسن فريد

د بېلګې په ډول که يوڅوک ما ته ووايي چې ولاړ شه اوترکاڼي وکړه او زما خوښه نه وي، نو دا کار ماته دروند دی“.

د پروان ولايت يو اوسېدونکی غفار وايي:

”کېدای شي ځينې وختونه ډېر سپک کارونه هم د يوچا لپاره ډېر درانده تمام شي، ددې لپاره چې هغه کارونه يې په خوښه نه وي او د زړه په زور يې ترسره کوي“.

پوهندوی محمد محسن فريد د درندو کارونو په اړه داسې وايي:

”ټول هغه کارونه چې په جبر او زور پر يوچا تحميل شي او همدارنګه د يو چا له وس او توان څخه بهر وي، درانده کارونه بلل کېږي.

ديادونې وړ ده چې د افغانستان په اساسي قانون کې دغه ډول کارونه د اجباري کارونو په نامه ياد شوي دي“.

داچې درانه کارونه پر انسان څه ناوړه اغېز ښندي، په دې اړه د لوګر ولايت يو اوسېدونکی، سيف الرحمن داسي وايي:

يو تن کار کوونکی
زه په عمر ځوان خودرندو کارونو بې وخته زوړ کړم، اوس دومره کمزوری شوی يم چې اوس سپک کارونه هم راته ګران دي.
سيف الرحمن

”ما ډېر وخت په ايران کې تېر کړی او هلته مې ډېر درانده کارونه کړي دي.

زه په عمر ځوان خودرندو کارونو بې وخته زوړ کړم، اوس دومره کمزوری شوی يم چې اوس سپک کارونه هم راته ګران دي“.

درانده کارونه د نارينه وو په پرتله پر ښځوډېر ناوړه اغېز کوي، ځکه چې ښځې له جسمي پلوه کمزوري دي.

په دې اړه مېرمن زبيده وايي: ”ما هم په کور کې او هم له کوره د باندې ډېر درانه کارونه کړي دي.

د څارويو غوجلې به مې پاکولې او د خسو درانده پنډونه به مې پر سر راوړل چې اوس د هماغو درندوکارونو له امله په خپلو همزولو کې زړه ښکارېږم“.

درانه کارونه دنورو ښځو په پرتله پر امېدوارو مېرمنو باندي ډېر بد اغېز کوي. ځکه چې هغوی په دغه دوره کې استراحت ته اړتيا لري او بايد چې درانده کارونه و نه کړي.

د تابعيت تذکرهد ولس خبرې
د تابعيت تذکره
پانګه اچونه د ولس خبرې
پانګه اچونه
کاپي رايټد ولس خبرې
کاپي رايټ
کتابونهد ولس خبرې
علمي رتبې
د باميانو بوداد ولس خبرې
تمدن
د اختر لمونځ کوونکي د کابل عيد ګاه جومات کېد ولس خبرې
اختر
لاسليک شوی تړوند وولس خبرې
تړون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>