|
د ولس خبرې: د ايکو سازمان | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
لکه څرنګه چې خلک ترخپل منځ دهمکارۍ لپاره په په ملي کچه سازمانونه جوړکړي، دغسي دولتونو هم ترخپل منځ دهمکارۍ لپاره سازمانونه لري چې له دغې جملې څخه يو هم د ( ايکو سازمان دی ) . داچې خلک د ايکوسازمان په باب څه فکر کوي، د کابل ښار يو اوسېدونکی داسې وايي :” ايکو د اقتصادي همکارۍ لپاره له څو هيوادونو څخه جوړ شوی يو سازمان دی “. موږ په ورځني ژوند کې هم دې ته ورته بېلګې لرو چې خلک يو له بل سره د همکارۍ په موخه راټولېږي. د ننگرهار پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي يو زده کونکی داسي وايي:
” موږ په پوهنتون کې قلمونواوکتابچوته اړتيا لرو، ددې کارلپاره په خپل منځ کې پيسې سره اچوو او بيادغه شيان اخلو، چې زموږ ددې همکارۍ په نتيجه کې جنس ارزانه راته لوېږي. د ايکو سازمان هم دغسي يو سازمان چې په هغه کې څو هيوادونه د اقتصادي همکارۍ په موخه سره راټول شوي دي“. د لوګر ولايت يواوسېدونکی ويس محمد وايي : ” په کوپراتيف کې بزګران ددې لپاره چې يو له بل سره مرسته وکړي اويو د يو بل له تجربو څخه ګټه واخلي سره راغونډېږي، نوايکوهم دغسي يوسازمان دی“. مجيب چې د کابل ښار په نادر پښتون واټ کې دوکان لري، د خلکو تر منځ د همکارۍ داسي يوه بېلګه ورکوي: موږ څو دوکانداران سره راټول شوي يو او تر خپل منځ مو پيسې سره اچولي دي، که په موږ کې کوم دکاندار ته څه ستونزه ورپېښه شي، له دغو پيسو څخه مرسته ورسره کوو“. ( ايسا) يا په افغانستان کې د پانګې اچونې د ملاتړ اداره هم په اقتصادي مسايلو کې کار کوي.
د نوموړي ادارې يو چارواکی سيد مبين شاه د ايکو سازمان په اړه داسې وايي: ” ايکوله څودولتونوڅخه جوړ شوی يو سازمان دی، چې نوم يې د انګلېسي ژبې د (Economic Cooperation Organization ) لنډيز دی چې داقتصادي همکارۍ سازمان مانالري. د ايکو سازمان د ترکيې، پاکستان او ايران حکومتونو په نوښت رامنځ ته شو. خو وروسته يې نور دولتونه هم غړي شول چې افغانستان يې هم تر جوړېدو اووه کاله ورسته غړيتوب ترلاسه کړ. د ايکو سازمان په اقتصاد، ټرانسپورټ، مخابراتو او ټولو هغو برخو کې کار کوي چې له اقتصاد سره اړه ولري، د بېلګې په ډول د کرهڼې په برخه کې.“ لکه څنګه چې هيوادونه د ايکو په سازمان کې يو له بل سره د مرستې او همکارۍ په موخه سره راغونډ شوي، دغسي خلک هم کولای شي چې، په خپل کلي کورکې دغه ډول ټولنې جوړې کړي.
د لوګر ولايت يو اوسېدونکی منصور په دې اړه داسې وايي : ” موږ په خپل کلي کې يوه شورا لرو، موږ له کليوالوڅخه هره مياشت يوه اندازه پيسې ټولوواو بيا دغه پيسې دکلي په غم اوښادۍ کې لګوو. ددې کار ګټه داده چې کېدای شي يوڅوک په يوازيتوب ديوې ستونزې داوارولو توان ونه لري، خوکه ټول کليوال په ګډه ددغې ستونزې هوارۍ ته ملا وتړي، نو دغه ستونزه ژر اوارولای شي“. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||