BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 07:51 گرينويچ 2008 ,06 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د وولس خبرې: ماشومان او درانده کارونه

يو ماشوم چې له خپل قد او عمر څخه دروند کار کوي.
په افغانستان کې ډيري ماشومان له شپږو بيا تر نهو ساعتونو پوري کار کوي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون وايي چې، دافغانستان په سلوکې (٤١) ماشومان په شپه او ورځ کې له شپږو بيا تر نهو ساعتونو پوري کار کوي.

له دې ډلې څخه په سلو کې اووه يې په غاليو اوبدلو بوخت دي چې دا دماشومانو لپاره دروند کار دی.

درانده کارونه هغه دي چې د يوچا له وس او توان څخه وتلي وي او اجباري بيا هغه کارونه دي چې پر يو چاباندي په زور وتپل شي.

په دې باب دحکمت الله په نوم يو ماشوم داسي وايي:

”زه په کورکې څارويو ته واښه وراچوم، څارنه يې کوم او همدارنګه کور ته اوبه راوړم اوکه په کورکې مشران نور کارونه راسپاري، که مې په وس پوره وي کوم يې“.

دا چې ما شومان بايد په کومو کارونو وګمارل شي، د بشري حقونو دخپلواک کميسيون حقوقي سلاکار، پوهندوی محسن فريد وايي:

 ماشومان بايد په داسي کارونو و نه ګمارل شي چې د هغوی د ودې مخه نيسي، روغتيا ته يې زيان ورسوي او يا د هغوی د زده کړې مخه نيسي.
فريد محسن

”ماشومان بايد په داسي کارونو و نه ګمارل شي چې د هغوی د ودې مخه نيسي، روغتيا ته يې زيان ورسوي او يا د هغوی د زده کړې مخه نيسي.

لومړی خو بايد ماشومان هيڅ کار ونه کړي، ځکه چې دا دوره دهغوی د لوبو او زدکړو ده.

خو بيا هم که ماشومان په کورکې واړه کارونه کوي نقص نه ورته کوي، د بېلګې په ډول د لويانو لاسونه مينځل او داسې نور.

په کار ده چې لومړی هغوی دغو وړو کارونو ته چمتو شي ياني هغوی وهڅول شي او بيا کار ورته وسپارل شي.

که يوماشوم د زده کولو په موخه کوم کار ترسره کوي، ياني که کوم کسب زده کوي، نو ددغه کسب لپاره ضروري ده چې هغوی عملي کار وکړي چې دغه عملي کار پروا نه لري“.

دا چې درانده کارونه پر ماشومانو څه اغېز ښندای شي، په دې اړه د لوګر ولايت يو اوسېدونکی عزيز الله داسي وايي:

فريد محسن
 که ماشومان په کورکې واړه کارونه کوي نقص نه ورته کوي، د بېلګې په ډول د لويانو لاسونه مينځل او داسې نور.
فريد محسن

”که په ماشومانو درانده کارونه وشي نو هغوی وده نه کوي چې په دې ډول يې خپلې کورنۍ او ټولنې ته چندان ګټه نه رسېږي“.

د افغانستان د اساسي قانون په (٤٩) ماده کې راغلي: ”پر ماشومانو د کار تحميل جواز نه لري“. د کار نړيوال سازمان د ماشومانو کار داسي تعريفوي:

دغه ډول د ماشومانود حقونو په کنوانسيون يا تړون کې دماشومانو د کار په اړه داسي راغلي دي:

”حکومتونه بايد ماشومان په داسي کارونو و نه ګماري چې د هغوی جسم، تربيې او ودې ته زيان رسوي“.

د لوګر ولايت يواوسېدونکی دخپل ماشومتوب په باب داسي وايي:

”ما په ماشومتوب کې ډېر درانه کارونه کړي چې ډېر يې کمزوری کړی او بې وخته يې زوړ کړی يم،

همزولي مې ډېر ځوانان دي چې زه يې په منځ کې داسي ښکارم لکه د هغوی پلار“.

نصوار پلورنکی
 که په ماشومانو هم درانده کارونه وشي، کېدای شي چې هغوی له ذهني او جسمي پلوه زيانمن شي.
بنګل

د کاپيسا ولايت يو اوسېدونکی بنګل د ماشومانو د درندو کارونو په اړه داسي وايي:

”که په ماشومانو دراند کارونه و شي نو هغوی په راتلونکي وخت کې لکه څنګه چې لازمه ده، د ژوند چارې سمې پرمخ نه شي بېولای.

ماشومان د يوه نيالګي په څېر دي، که د نيالګي په يوه څانګه يو دروند شی راځوړند کړو،

نو هغه څانګه ماتېږي، نو که په ماشومانو هم درانده کارونه وشي، کېدای شي چې هغوی له ذهني او جسمي پلوه زيانمن شي“.

د ايکو سازمان آرمد ولس خبرې
د ايکو سازمان
مکه مکرمهد وولس خبرې
حج
د افغانستان د علومو اکاډمۍ ودانۍد ولس خبرې
د علومو اکاډمي
په دروند کار بوخت سو تن د ولس خبرې
درانده کارونه
د تابعيت تذکرهد ولس خبرې
د تابعيت تذکره
پانګه اچونه د ولس خبرې
پانګه اچونه
کاپي رايټد ولس خبرې
کاپي رايټ
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>