|
د ولس خبرې: موزيم | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په افغانستان کې لومړی موزيم په ( ١٢٩٨) لمريز کال کې جوړ شو. د افغانستان ځينې تاريخي اثار هغه مهال د کابل په ”باغ بالا “ ماڼۍ کې چې اوس هوټل دی، ساتل کېدل. په (١٣١٠) لمريز کال دغه لرغوني اثار له باغ بالاڅخه د دارالامان ملي موزيم ته يووړل شول. تر (١٣٧٢) لمريز کال پورې د افغانستان په موزيوم کې څه نا څه (١٠٠) زره تاريخي اثار ساتل شوي وو. خو د تېرو دوه نيمولسيزو جګړو په بهير کې د دغو اثارو په سلوکې (٧٠) اثار لوټ او يا له منځه ولاړل. د سمنګان ولايت يواوسېدونکی، سيد اغا په دې اړه وايي: ”زموږ په کور کې يوشمېر پخواني لوښي او فرشونه شته، کله چې زموږ کره مېلمه راشي وايي چې، ستاسي کور خو سم موزيم دی، ځکه چې په موزيم کې هم پخواني شيان ساتل کېږي“.
موزيم د يوناني ژبې يوه کلمه ده او هغه ځای ته ويل کېږي چې، هلته لرغوني اثار خوندي او نندارې ته وړاندې کېږي. په لرغوني يونان کې موزيم هغه ځای و چې، هلته به خلکو د صنعت او علومو په برخه کې څېړنه او زدکړه کول. همدا رنګه د يونان په پايتخت ”اتن“ کې يوه غونډۍ وه چې هلته به خلکو عبادت کاوه او وروسته دغه ځای د تاريخي اثارو د ساتنې لپاره غوره شو. د کابل ولايت يوه اوسېدونکې، ليدا جهاني چې څو بهرنيو هيوادونو ته يې سفرونه کړي او ډېر موزيمونه يې ليدلي دي، په دې باب داسي وايي: ”زه چې کله هندوستان ته ولاړم نو ددغه هېواد د پخوانيو دورو په اړه مې ډېر معلومات ترلاسه کړل، کله چې د مهاتما ګاندي موزيم ته ولاړم، هلته مې دګاندي په باب ډېر معلومات ترلاسه کړل“.
د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو د ساتنې د قانون د پنځم فصل په (٥٢) ماده کې راغلي چې، د لرغونو اثارو د ساتنې او له هغوی څخه د علمي ګټې اخيستنې لپاره د موزيمونو جوړول د دولت دنده ده. د افغانستان د ملي موزيم مرستيال يحيی مجيب زاده وايي: ”د افغانستان د تاريخي او فرهنګي اثارو د قانون د پنځم فصل د (٥٣) مادې له مخې د افغانستان موزيمونه پر درې ډلو وېشل شوي دي. لومړی د افغانستان ملي موزيم دی چې، په کابل کې دی. دوهم محلي موزيمونه دي چې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت په منظورۍ ټاکل کېږي. درېيم ځانګړي موزيمونه دي چې د وزارتونو، مؤسساتو او خلکو له لورې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترموافقې وروسته جوړېدای شي. د تاريخي اوفرهنګي اثارو د قانون په (٥٣) ماده کې راغلي:
”هغه لرغوني اثار چې د فرهنګي او تاريخي پلوه لومړۍ درجه ارزښت لري او په هېواد کې يې يوازي يوه نسخه موجوده وي، په ملي موزيمونو کې خوندي او نندارې ته وړاندې کېږي. ټول هغه تاريخي اثار چې په هېواد کې يې تر يوې ډېرې نسخې موجودې وي، په هغه سيمه ييز موزيم کې ساتل کېږي چې هلته پيداشوي وي“. يحيی مجيب زاده وايي: ”موزيم هغه ځای دی چې هلته خلک د تاريخي اثارو په ليدو د خپلو نيکونو او نړۍ د نورو سيمو د تېرو شويو خلکو د دود دستور او کړو وړو څخه خبرېږي. د بېلګې په ډول يوڅوک په موزيم کې په يوې دورې پورې مربوط يولوښی ويني، نو پوهېږي چې په هغه دوره کې خلکو څه ډول لوښي کارول؟ |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||