BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 06:26 گرينويچ 2008 ,02 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: ملت

ملت افغانستان

د افغانستان داساسي قانون دلومړي فصل په څلورمه ماده کې راغلي :

” په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله اويايې دخپلواستازوله لارې عملي كوي.

افغان ملت له هغو ټولو افرادوڅخه عبارت دی چې د افغانستان تابعيت لري. افغان ملت له دې قومونو څخه عبارت دی :

پښتون، تاجک، هزاره، ازبک ، ترکمن، بلوڅ، پشه يي، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر براهوى، گوجر او نور.

اساسي قانون
 د افغان کلمه د افغان ملت پر هر فرد اطلاق کېږي. د ملت هيڅ يو فرد د افغانستان له تابعيت څخه نه محرومېږي.

د افغان کلمه د افغان ملت پر هر فرد اطلاق کېږي. د ملت هيڅ يو فرد د افغانستان له تابعيت څخه نه محرومېږي. په تابعيت اوپناه ورکولو پورې مربوطې چارې دقانون له لارې تنظيمېږي“.

داچې ملت څه ته وايي، د ميدان وردګو ولايت يواوسېدونکی، سيداغا په دې اړه وايي : ” ملت ديوه هېواد اوسېدنکوته وايي.

د بېلګې په ډول موږ په پاکستان کې کډوال و، هلته خلکو موږ ته د افغان په نامه غږ کاوه، ځکه چې زموږ ملت افغان و“ .

د دغه ولايت يوبل اوسېدونکی حبيب الرحمان بيا په دې اړه د خپل کورکلي يوه بېلګه ورکوي او وايي :

افغانستان
افغان ملت له هغو ټولو افرادوڅخه عبارت دی چې د افغانستان تابعيت لري.

” موږ په خپل کورکلي کې د يوه کوچني ملت په ډول ژوند کوو، د يوبل په غم او ښادۍ کې شريک يو.

که خدای مکړه د کلي پر يوه اوسېدونکي باندې کوم مشکل راشي د کلي ټول اوسېدونکي، پرته له دې چې ځنډ وکړي له هغه سره مرسته کوي“.

ملت يوه عربي کلمه ده چې په قران کريم کې څوځايه راغلې، چې د لارې ، مذهب او دين په مانا کارول شوې ده. د علومواکاډمۍ د پښتوڅېړنو د مرکز يوغړی عبدالقيوم مشواڼی په دې اړه وايي :

” په دري اوپښتو ژبوکې ملت هغو خلکو ته وايي چې په يوه سياسي جغرافيه کې اوسېږي او ګډ تاريخ، ګډ فرهنګ، ګډې ګټې او ګډ افتخارات ولري“.

داچې ملت جوړېدل، يو ملت يوموټی کېدل څه ارزښت لري، مرستيال سرڅېړونکی، نصرالله زرمتی په دې اړه داسي وايي :

مشواڼی
 ” ملت يوه عربي کلمه ده، چې د لارې ، مذهب او دين په مانا کارول شوې ده.

” کله چې د يوې کورنۍ د يوه غړي ګوته ژوبله شي نو په پيل کې د کورنۍ ټول غړي درد او کړاو ويني که يې درد نور وجود ته سرايت وکړي نو دغه درد ټول کلي، سيمې اوپه پای کې ټولنې ته رسېږي.

کله چې يو ملت ته درد ورسېږي دغه درد په حقيقت کې دملت هر غړي ته په يوډول ور رسېږي“.

فيفاولس خبرې
فيفا
لرغونی بودا د کابل په موزيم کېد ولس خبرې
موزيم
وريجېد ولس خبرې
عشر
ماشومان او درانده کارونهد وولس خبرې
ماشومان او درانده کارونه
د ايکو سازمان آرمد ولس خبرې
د ايکو سازمان
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>