|
ولس خبرې: فيفا | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
افغانستان هم د نورو هېوادونو په شان د فوټبال ډېر مينه وال لري، له همدې امله يې په ټولو ولايتونو کې دغه لوبه کېږي. د فوتبال سيالۍ د کليو، ولسواليو او هېواد په کچه کېږي چې په ملي کچه يوه ټولنه اوسيالۍ لري، خو دغه لوبه په نړيواله سطحه هم يوه ټولنه لري چې فيفا نومېږي. داچې فيفاڅه ته وايي دکابل ښار يو اوسېدونکی نذير دغه پوښتنه ځوابوي: ”فيفا د نړۍ د فوتبال نړيوال فډراسيون دی چې د نړۍ ډېر هېوادونه يې غړيتوب لري او د دغه فدراسيون تر څارنې لاندې لوبې کوي“.
دلوګر ولايت يواوسېدونکی فريد په خپل ورځني ژوندکې داسي يوه بېلګه ورکوي: ”موږ په خپل کلي کې په بېلابېلو وختونوکې د واليبال، کرکټ او نورو لوبو لپاره د نورو سيمو له لوبډلو سره لوبې کوو. زموږ کلی چې د دې سياليو جوړونکی دی، د دغو لوبو څارنه هم کوي، نو فيفا هم په نړيواله کچه د فوټبال د لوبې لارښوونه او څارنه کوي“. فيفاد فرانسوي ژبې د (International Federation De Association Football) لنډيز دی، چې اوس په انګلېسي ژبه کې هم رواج لري او د فوټبال دنړيوالې ټولنې مانالري. دا چې د فيفا فدراسيون څه وخت جوړ شو، د افغانستان د فوټبال ديوې لوبډلې لارښود، حبيب الله نيازی په دې اړه وايي: د فيفا فدراسيون په (١٩٠٤) ميلادي کال کې د اووو هېوادونو له خوا جوړ شو چې وروسته يې نور هېوادونه هم غړي شول او اوس مهال يې (٢٠٨) هېوادونه غړيتوب لري.
د افغانستان د فوټبال فدراسيون په (١٩٣٣) م کال کې جوړ او په (١٩٤٨) م کال کې د فيفا غړی شو“. د افغانستان د فوټبال فدراسيون يو چارواکی، محمد عثمان سليمي د فيفا د دندو په اړه داسې وايي: ”فيفا په ټوله نړۍ کې په فوټبال پورې اړوندې چارې پرمخ بيايي، د بېلګې په ډول لوبې څه وخت او چېرې وشي، مصارف يې بايد څوک ورکړي. همدارنګه وخت پر وخت د فوټبال د ښه والي لپاره په قوانينو کې بدلون هم راولي اوله هغو هېوادونو سره مرستې کوي چې هلته د فوټبال لوبو سمه وده نه وي کړې“. فيفا يوځانګړی نښان لري او هر څلور کاله وروسته يوځل په نړيواله کچه د فوټبال د لوبو سيالۍ راغواړي چې د نړيوال جام په نوم يادېږي. اوس پوښتنه دا ده چې د فيفا د فدراسيون په څېر خلک څنګه کولای شي چې په خپلو کليواو بانډو کې د لوبو لپاره زمينه برابره کړي او وده ورکړي، د لغمان ولايت يو اوسېدونکی، نعمان داسې وايي:
”د بېلابېلو کليو خلک کولای شي چې سره راغونډ شي او هره لوبه چې دوی يې کولای شي، وکړي، چې دا کار ډېرې ګټې لري. مثلاً که چېري د يوه کلي خلک په لوبه کې کومه ستونزه ولري، کېدای شي چې د بل کلي خلک ددغه ستونزې په هوارولو کې مرسته ورسره وکړي او يود بل له تجربو څخه ګټه واخلي“. د دې لپاره چې ديوې سيمې لوبډلې ښه وده وکړي کولای شي چې دخپلې سيمې په کچه يوه اتحاديه يا ټولنه جوړه کړي او هره لوبډله دغې ټولنې ته حق العضويت ورکړي. د دې کار ګټه داده چې لوبډلې به په ګډه خپلې ستونزې هوارې کړي او همدارنګه هغه پيسې چې د لوبډلو له حق العضويت څخه غونډېږي، کولای شي د خپلو لوبو په وده کې کار ورڅخه واخلي. |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||