|
د ولس خبرې: تعليمي نصاب | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په هر هيواد کې د ښو زده کړو لپاره، حکومتونه هڅه کوي چې يو ښه تعليمي نصاب ولري . خو تعليمي نصاب څه ته وايي؟ په دې اړه د کابل د فرزې د ولسوالي يو اوسيدونکی مرتضی وايي : "په ښونځيو کې چې کوم درسونه په بيلابيلو ټولګيو کې لوستل کيږي دا په خپله يو تعليمي نصاب دی ". مجيب چې يو برقي دی وايي :" تعليمي نصاب هغو کتابونو ته وايي چې په ښونځيو کې لوستل کيږي . د بيلګې په ډول ما په خپل دوکان کې دا اندازه معلومه کړې چې په يوه ورځ کې بايد څومره کار او په کومه طريقه ترسره کړم ." په تعليمي نصاب کې هم د درس اندازه او د ښونځيو د زده کونکو سويه په پام کې نيول کيږي ". تعليمي نصاب په يوه تعليمي اداره کې د زده کړو اندازې ته ويل کيږي. همدارنګه هغه اندازه درسي مواد چې، يوه ټولګي ته په پام کې نيول کيږي ، د تدريس بڼه يې په تعليمي نصاب پورې اړه لري . د پوهنې د وزارت د تاليف او ترجمې د رياست سلاکار سيد احمد ( مهمند) بيا د تعليمي نصاب د جوړيدو له شرايطو څخه يادونه کوي او وايي : "په تعليمي نصاب کې د يوه هيواد يا يوې سيمې ملي ، ديني ، کلتوري او سياسي ارزښتونه او له دې سره د ماشومانو سويه او د سِيمې او يا هم هيواد جغرافيايي مو قعيت په پام کې نيول کيږي. په افغانستان کې د ښونځيو تعليمي نصاب د دې هيواد د پوهنې او د لوړو زدکړو د وزارتونو د کارپوهانو له خوا جوړيږي .". خو ايا د تعليمي نصاب په څير، مونږ خپلو ماشومانو ته، په خپلو کورونو کې ورته کار کولای شوچې د هغوی علمي سويه لوړه شي؟ يو ښوونکی چې فدا محمد نوميږي په دې اړه وايي : " مونږ کولای شو هغو ماشومانو ته چې په کورونو کې وي هم يو تعليمي نصاب ولرو. يعنې د ماشومانو له سويې سره سم هغوی ته داسي درسي مواد چمتو کړو چې زده کړه يې ګټوره ورته تمامه شي". ښه تعليمي نصاب د يوه هيواد د پرمختګ لامل کيږي او ورسره علم او تعليم وده کوي.
ماشومان زمونږ د کورنيو او هيواد راتلونکي دي. مونږ په دې اړه مسؤليت لرو چې هغوی ته له خپل وس سره د زده کړو زمينه برابره کړو . خو يو ځل بايد په دې اړه فکر وکړو ، هغه درسي مواد چې مونږ او تاسو خپلوماشومانو ته په کورونو کې برابر کړي دي، اياد هغوی له سويې سره سم دي او کنه؟ موږ بايد داسي درسي مواد ورته چمتو کړو چې زده کول يې ماشومانو ته ستونزمن نه وي او ګټه ورته ولري. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||