BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:31 گرينويچ 2008 ,13 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: زکات

زکات

زکات ددوهم هجري قمري کال د شوال په مياشت کې پرمسلمانانو فرض شو. کله چې د افغانستان خلک مسلمانان شول نو ورسره يوځای په افغانانو کې هم دزکات ورکول دود شول.

دلوګر ولايت يو اوسېدونکی، امين الله د زکات په اړه داسې وايي :” زکات د مسلمانۍ له پنځو بناوو څخه يوه ده “.

په قران کريم کې هم څوځايه د زکات يادونه شوې ده. په دې اړه قضاوت پال، صديق مسلم وايي : ” په قران کريم کې دلمانځه ترڅنګ پر زکات هم ټينګار شوی دی.

د زکات په ورکړه سره په اسلامي نړۍ کې فقر او بې وزلي له منځه ځي.

لکه څنګه چې يو مسلمان په لمانځه مکلف دی دغسي دزکات ورکول هم ورباندې فرض دی “ . د زکات په ورکړه سره په اسلامي نړۍ کې فقر او بې وزلي له منځه ځي.

زکات د څارويو، سرو او سپينو زرو او شتمنۍ پر سر ورکول کېږي. يو سوداګر چې ګلاب خان نومېږي دخپل مال دزکات په باب داسي وايي:

” زه چې کله دزکات پيسې بېلې کړم، بيا له خپلو دوستانو سره مشوره کوم چې واقعي بې وزله خلک اومسکينان راوپېژني.

کله چې يې مستحق خلک راته معرفي کړل بيادغه پيسې ورباندې وېشم“. حاجي غلام اکا هم د زکات په باب يوه خاطره لري، دی وايي:

” ما تېرکال دخپل مال زکات يوه داسې هلک ته ورکړ چې څوکاله پخوايې کوژده کړې وه خو دواده وس يې نه درلود “ .

زکات د څارويو، سرو او سپينو زرو او شتمنۍ پر سر ورکول کېږي.

زکات په کال کې يو ځل ورکول کېږي اوچاته چې ورکول کېږي، بايد هغه ته وويل شي چې داپيسې ياجنس دزکات دی او بايد اخيستونکی هم ووايي چې قبولي مې دي.

بايد زکات ورکوونکی پر زکات اخيستونکې باندې احسان وانه چوي اونه کوم شرط ورباندې کېږدي، ځکه چې زکات دنورو مرستو په شان نه ده، بلکې يو فرض دی.

فلمد ولس خبرې
سينما
د افغانستان وګړيد ولس خبرې
ملت
فيفاولس خبرې
فيفا
لرغونی بودا د کابل په موزيم کېد ولس خبرې
موزيم
وريجېد ولس خبرې
عشر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>