BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 05:55 گرينويچ 2008 ,23 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: د نوبل جايزه

دنوبل جايزه
نوبل يوه نړيواله جايزه ده چې د ( الفرډ نوبل ) د وصيت له مخې رامنځ ته شوه .
کله چې يوڅوک دخير اوښېګڼې کار وکړي نوخلک هغه سړی ستايي، سوغاتونه اوجايزې ورکوي.

دغه ستاينه له کليوالې کچې نيولې بياترنړيوالې کچې پوري وي چې، له دې جملې څخه يوه هم دنوبل جايزه ده.

داچې نوبل څه ډول جايزه ده، په دې اړه د کابل ولايت يو اوسېدونکی، ويس محمد وايي :

” نوبل يوه نړيواله جايزه ده اوهغوکسانو ته ورکول کېږي چې په نړيواله کچه يې دخير کار کړی وي.

دننګرهار پوهنتون دژبو او ادبياتوپوهنځي يو محصل عبادالله په ورځني ژوندکې دنوبل د جايزې داسي يو مثال ورکوي:

” ماشومانو ته په کورکې ديوښه کار په بدل کې د لويانو له خوا جايزې ورکول کېږي، مثلا که په ښوونځي کې ښه نمره واخلي،

نو مشران يې دهڅونې لپاره هغوی ته جايزې ورکوي“ ..

دا چې دا جايزه څه وخت رامنځ ته شوې، د افغانستان د علومو اکاډمۍ يوغړی، سيد امين مجاهد وايي:

” نوبل يوه نړيواله جايزه ده چې په ( ١٨٩٥م ) کال کې د ( الفرډ نوبل ) د وصيت له مخې رامنځ ته شوه .

 د الفرډ نوبل هدف دا و،هغه خلک وستايي چې دبشريت لپاره يې خدمت کړی وي .

دا جايزه هغوخلکو ته ورکول کېږي چې د فزيک، کېميا، طب، ادبياتو او سولې په برخه کې ستر خدمت وکړي.

د غه جايزه د نوبل کمېټې له لوري ورکول کېږي.

دا کميټه يوه اساسنامه لري چې په هغه اساس خپل کارونه مخ ته وړي .

تر اوسه پورې په بېلابېلو برخو کې ( ٧٧٠ ) کسانو دغه جايزې ګټلي دي .

د الفرډ نوبل هدف دا و چې هغه خلک وستايي چې دبشريت لپاره يې سترخدمت کړی وي

او بايد نور خلک هم دې ته وهڅول شي چې دبشر خدمت ته ملا وتړي“ .

خو هغه خلک چې زموږ په کور کلي کې دخير او ښېګڼې کار وکړي څنګه يې ستايلای شو؟

په دې اړه د کابل ولايت يو اوسېدونکی احمد ممتاز داسي وايي :

” په هر کلي اوکورکې خامخا داسي کسان شته چې د کلي کور خير خواه دي،

نوبل جايزه
تر اوسه پورې په بېلابېلو برخو کې ( ٧٧٠ ) کسانو دنوبل جايزې ګټلي دي .

نو کليوالو ته لازمه ده چې د هغوی ملاتړ وکړي او دغه نفر يا په خوله او يا په يوه تحفه وستايي.

که چېري موږ ديو ښه کار په بدل کې يو سړی وهڅوو، نو سبا بل سړی هم دولس خدمت ته ملا تړي،

په تېره بيا هغه خلک خو بيخي دستاينې وړ دي چې دسولې لپاره کار کوي.

زکاتد ولس خبرې
زکات
فلمد ولس خبرې
سينما
د افغانستان وګړيد ولس خبرې
ملت
لرغونی بودا د کابل په موزيم کېد ولس خبرې
موزيم
وريجېد ولس خبرې
عشر
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>