BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 09:43 گرينويچ 2008 ,02 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ولس خبرې: ليليه

ليليه

د تحصيلي مؤسسو د مقررې په دوهمه ماده کې راغلي چې ليليه يو امتيازي ځای دی چې د مستحقو محصيلېنو د اوسيدو لپاره رامنځته شوې .

ليليه يوه عربي کلمه ده چې د خوب د ځای يا د شپې د تيرولو د ځای معنې ورکوي، خو د کابل ښار يو اوسيدونکی عبدالله د ليليې په اړه وايي :

(( مونږ پنځه کسان يو، کورونه مو په کابل کې نه شته ،د اوسيدو لپاره مو يوه کوټه په کرايه نيولې او دا د ليلې يوه ښه بيلګه ده .))

خو په ليليې کې د اوسيدو لپاره ځينې قوانيين او مقررات شته. په دې اړه د لوړو زده کړو د وزارت اداري ريئس اسدالله ( صافی ) داسي وايي :

(( د تحصيلي مؤسسو د مقررې په اساس هر هغه محصل چې غواړي په ليليه کې ژوند وکړي، بايد کور يې ٣٥ کيلو متره له پوهنتونه ليرې وي .

 په ليليه کې د مختلفو سيمو اوسيدونکي يو ځای ژوند کوي او دا د يوالي ښه بيلګه ده.

د تابعيت تذکره يې د بل ولايت وي، ترڅو وپوهيږو چې په رښتيا هم د اوسيدو ځای نه لري ))

ستيزه چې د فراه ولايت اوسيدونکې ده او اوس د کابل پوهنتون د ژورناليزم په پوهنځي کې محصله ده، په دې اړه خپله کيسه کوي :

(( کله چې پوهنتون ته بريالۍ شوم ،کورنۍ مې نه غوښتل چې کابل ته راشم، ځکه چې په کابل کې موخپلوان نه درلودل.

وروسته چې له ليليې څخه خبر شول ما ته يې اجازه راکړه چې کابل ته راشم.

اوس زه د پوهنتون په ليليه کې اوسم. خپل درسونه وايم او کورنۍ مې ډاډه ده.))

نازيه چې د فارياب ولايت اوسيدونکې ده او په ليليه کې اوسيږي داسې وايي :

(( ما په ليليه کې له جينکو سره د اوسيدو نه دا زده کړي چې څنګه په يوالی ژوند وکړو .

د ليلې ريس
کوم محصل چې په ليليه کې ژوندکوي، بايد کور يې ٣٥ کيلو متره له پوهنتونه ليرې وي .

اوس د يوالي به ارزښت پوهيږم.که څه هم چې له خپلو کورنيو ليرې يو، خو د نورو ولايتونو له جينکيو سره ښې اړيکې لرو او له دوی سره مخه ښه کول به راته ګران وي. ))

هغه کسان چې له خپلو کورنيو نه ليرې، په نورو ځايونو کې زدکړې کوي،

په ليليې کې په اوسيدو سره له يوه پلوه کولای شي چې خپلې زدکړې پرمخ بوځي او له بلې خوا به د خپلوکورنيو له خوا ډاډه وي .

دنوبل جايزهد ولس خبرې
د نوبل جايزه
زکاتد ولس خبرې
زکات
فلمد ولس خبرې
سينما
د افغانستان وګړيد ولس خبرې
ملت
فيفاولس خبرې
فيفا
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>