|
د ولس خبرې : پوځي پرېډ( رسم گذشت ) | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
پوځي پرېډ( رسم ګذشت) د لومړي ځل لپاره پۀ يونان او انګلستان کې رامنځته شو،خوپۀ دې اوسنۍ بڼه نۀ ؤ. پۀ افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د امير شېر علي خان دواکمنۍپرمهال د وسله وال پوځ دبولۍ ( قوماندې ) لپاره رامنځته شو. پوځي پرېډ (رسم ګذشت) لۀ يوځای نه تېريدو ته وايي، چې پۀ جشنونو کې پوځ، څارندوی ( پوليس )،د ښونځيو زده کونکي ... لۀ يوۀ ځانګړي ځای نه پۀ تېريدو دازادۍ ورځ نمانځي. د ښوونځي يوې زدکونکې مژدې تېر کال پۀ رسم کذشت کې ګډون کړی ؤ،ويې ويل:"مونږه د جشن د ورځې تر رارسېدو د مخه هره ورځ تمرين کاوۀ . ملي جامې مو اغوستې وې اودځانګړو حرکتونو پۀ ترسره کولوسره چې بيرغونه مو په لاسونو کې وو، دهغو خلکو تر مخه تېريدو چې د دغې ورځي نمانځنې ته راغلي وو. دغازي امير امان الله خان دواکمنۍ پرمهال پۀ کال (١٢٩٨هجري)- (١٩١٩م) کې د خپلواکۍ تر،ترلاسه کول وروسته د(١٢٩٩)کال دزمري ( اسد) مياشت، پۀ(٢٨) نېټه پوځي پرېډ( رسم ګذشت ) پۀ کابل کې د عيدګاه جومات پر سړک ترسره شو. تر هغه راورسته د غويي د کودتا پر بنسټ دغويي( ثور) مياشت( ٧ )او دزمري پر( ٢٨ )نېټه، ترسره کېدۀ.
دډاکټرنجيب الله د حکومت تر رانسکورېدواو د مجاهدينود حکومت پر راتګ سره ان تر اوسه پورې د غويي پر (٨) او د زمري (٢٨ )نېټې رسم ګذشت ترسره کيږي . خوپوځي پرېډ(رسم ګذشت ) دکوم ارزښت لۀ مخې تر سره کيږي ؟ د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وويل: " کله چې پرپوځي سامان الا تو سنبال ملي پوځ، څارندوی ....پۀ پوځي پرېډ( رسم ګذشت) کې، د خلکو تر مخ تېريږي، د هېواد خلک يو ډول ډاډ تر لاسه کوي چې ملي پوځ يې کولای شي د خپل ولس او هېوادساتنه وکړي. همدارنګه هېوادونه ددې کار پر مټ نورو هېوادونو ته خپل توان او قدرت هم څرکندوي، دا کاريواځې د يوۀ هېواد پوځ پورې اړه لري، پوليس، د ښوونځيوزده کوونکي اولوبغاړي پکې پۀ سمبوليک ډول ګډون کوي."
خالديوافغان وويل:"رسم ګذشت د يوۀ هېواد د قا مونو د يووالي نښه وي ،لکه: پۀ پوځ ،څارندوی او د ښوونځيو پۀ زده کوونکو کې د بېلابېلوقامونووګړي وي، چې پرته لۀ توپيره په کې ونډه اخلي، چې د خپلو تاريخي وياړونو درناوی کوي او همدارنګه دا د يوۀ ملت غښتلتيا او وړتيا څرګندوي، چې پۀ کومه برخه کې څومره وړتيا لري ." |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||