BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 10:19 گرينويچ 2008 ,24 اپريل
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې : قانون

قانون
پۀ افغانستان کې چې يو وزارت قوانين جوړ کړي، هغه بيا ولسي جرګې ته د تصويب لۀ پاره وړي.
دهر هېواددولت ددې لۀ پاره، چې تر واک لاندې سيمه کې يې امن ټينګ شي او ورځنې چارې يې پۀ سمه توګه پرمخ و لاړې شي خپل قوانين جوړوي .

خوقانون څۀ ته وايي؟ د ننګرهار اوسېدونکی خيرالله يې پۀ اړه مالومات راکړل:"قانون يو داسې شی دی چې پۀ يوه سيمه يا هېواد کې د ټولو خلکو حق پۀ ګوته کوي."

يو تن دولتي ما مور مسعود قانون داسې راوپېژاندۀ:" قانون يو سند دی چې پۀ يوه ټولنه کې د وګړو د ژوند د ښه کېدا پۀ موخه ددولتونو لۀ خوا جوړيږي

لکه : مونږ پۀ کور کې دا منلې، چې څوک به د شپې ناوخته کورته نه راځي. دا زمونږ د کورنۍ پۀ کچه يو قانون دی.

همداسې پۀ هېوادونو کې هم قانون هغه څه وي، چې د يوې ټولنې د تنظيم لپاره جوړيږي .

لکه: د ترافيکو قانون چې څوک کولای شي د موټر چلولو لايسنس ولري او پۀ دې اړوند نورې خبرې هم پۀ دغه قانون کې راغلي چې خلکو سره مرسته وکړي ."

قا نو ن:
 قانون پۀ ټولنه کې د ټولنېز نظم د راوستو پۀ موخه جوړيږي او د خلکو د ژوندانۀ د پرمختګ لۀ پاره لاره هواروي .

پۀ ټوله کې قوانين کوم ډولونه لري؟ د کابل پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو استاد ودير صافي يې په اړه وويل:" پۀ يوۀ هېواد کې قوانين د اساسي قانون لۀ مخې جوړيږي او بيلابيل ډولونه لري .

يانې د ژوندانۀ پۀ هره برخه کې قوانين شته،لکه: د سوداګرۍ قانون ،د جزا قانون او يا هم د سياست قانون ، چې دا ټول قوانين د اساسي قانون پۀ رڼا کې جوړيږي .

لکه : ديوۀ هېواد په اساسي قانون کې راغلي وي، چې د هېواد ولسمشر به د خلکو پۀ رايه ټاکل کېږي.له دغې يوې مادې نۀ يو بشپړ قانون جوړيږي ( د انتخاباتو قانون )."

پۀافغانستان کې چې يوه اداره يا وزارت خپل اړوند قانون جوړ کړي، ولسي جرګې ته يې د تصويب لۀ پاره وړي، ځکه چې پۀ اساسي قانون کې دا دنده ملي شورا ته سپارل شوې .

د ولسي جرګې غړي عبدالکبير رنجبردقوانينوپۀ تصويب کې دولسي جرګې دواک پۀ اړه وويل:" ولسي جرګه د قوانينو د تصويب پۀ حال کې کولای شي پۀ قانون کې دبدلون وړانديز وکړي .

قا نو ن
د سوداګرۍ ، جزا، سياست او نور قوانين دا ټول د اساسي قانون پۀ رڼا کې جوړيږي .

يا هم پۀ بشپړ ډول د قانون يوه طرحه رد او پر ځای يې د بلې طرحې وړانديز وکړي ، خو ولسي جرګه دا هر څه د خلکو د غوښتنواو اړتياوو پربنسټ کوي .

ځکه چې د قوانينو د تصويب اوليدلو دنده ولسي جرګې ته ورکړل شوې ده." قانون پۀ ټولنه کې د ټولنېز نظم د راوستو پۀ موخه جوړيږي او د خلکو د ژوندانۀ د پرمختګ لۀ پاره هغوی ته لاره هواروي .

د ماشومانو سزاد ولس خبرې
د ماشومانو سزا
د ولس خبرې: تبعيضد ولس خبرې
تبعيض
وسلهد ولس خبرې
د وسلو قانون
ولسي جرګهد ولس خبرې
استيضاح
تعليمي نصابد ولس خبرې
تعليمي نصاب
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>