|
د ولس خبرې: خلک او قانون | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اساسي قانون د ٥٦ مادې پربنسټ دنوموړي قانون د احکامو پيروي او اطاعت د افغانستان د ټولو خلکو وجيبه ده . له اساسی قانون پرته د يوه قانون مسوده چې د ملي شورا لۀ لوري تصويب ( ومنل شوه ) او ولسمشر توشېح کړه نو د يوه قانون بڼه غوره کوي. خو خلک دقانون پر وړاندې کوم مسوليت لري؟ د ننګرهارولايت اوسېدونکي خيرالله يې پۀ اړه وويل:"قوانين د خلکو د ژوندانۀ د ښه کېدا پۀ موخه جوړېږي نو خلک مسؤليت لري چې پرځان يې پلي کړي. لکه: که د ماليې قانون پۀ پام کې ونيسو ټول خلک اړ دي چې ماليه ورکړي ، ځکه چې د ماليې قانون د خلکو لپاره جوړ شوی او خلک يې بايد پلی کړي." يو تن زده کوونکي انعام الله وويل:" قانون زموږ د ژوندانۀ د ښه والي پۀ موخه جوړېږي، نو موږ هم دنده لرو چې پر ځان يې پلی کړو. لکه :" پۀ کليوکې د اوبو د وېش لپاره يو قانون شته چې ميراو يې څارنه کوي او کليوال هم هغه مني. همدغه ډول پۀ هيوادونو کې هم دولتونه قوانين جوړوي او خلک اړ دي چې هغه ومني."
د کابل پوهنتون استاد وديرساپي پۀ دې اړه وويل: " خلک اړ دي چې لۀ قوانينو نه ځانونه خبر کړي او عمل پرې وکړي، ځکه هغه څه چې پۀ قانون کې منع شوي ترې ډډه وکړي اود هغه څه چې ورته ا مر شوی عملي يې کړي." يوتن محمد رحمان داسې پوښتنه وکړه:"ځينې وختونه يو څوک يوناقانونه عمل پۀ ناخبرۍ کې ترسره کوي ايا هغه هم مجرم کڼل کېږي ؟ د افغانستان د اساسي قانون د( ٥٦) مادې پر بنسټ" د قانون لۀ احکامو څخه ناخبري عذر نۀ ګڼل کېږي. " ( که کوم څوک يوناقانونه کار کوي ، بيا وايي چې خبر نه و دا عذر نه منل کېږي ) تاسوڅۀ فکر کوئ ددې مادې موخه څۀ ده؟ استاد ساپي يې پۀ اړه وويل:" د دې مادې موخه داده چې، خلک لۀ قوانينو نه ځانونه خبر کړي او ورباندې پوه شي. لۀ قانون نه،ناخبري ځکه عذر نۀ ګڼل کېږي،چې هر چا به جرم کاوۀ ، بيا به يې پلمه کوله چې خبر نۀ وم ،
دا ماده خلک اړباسي چې لږ تر لږ هغه قانون باندې ځان خبر کړي چې مسلک سره يې اړه ولري . او هغه کسان چې لۀ قوانينو نه سرغړونه وکړي جرم يې ورباندې ذبات شي هغه مجرم ګڼل کېږي او د حکومت لۀ لوري سزا ورکول کېږي." که د يوې ټولنې ټول غړي قانون پلی کړي،که څوک ناقانونه کاروکړي ويې پوهوي اوخپلو کورنيو ته په دې اړه لارښونې وکړي نولۀ خوښيو ډک ژوندبۀ ولري. |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||