 | | | حکومتونه دخپلو پلانونو د عملي کولول لپاره د وګړو د تعداد معلومولوته اړتيالري |
کله چې محمدظاهرشاه په(١٣٥١)کال کې داحصايې مرکزي رياست تاسيس کړحکومت دسرشمېرنې د سيستم په جوړولو پيل وکړ . په افغانستان کې وروستی ځل په( ١٣٥٨ )کال کې دوخت دحکومت له خواسرشميرنه وشوه. دکابل اوسيدونکي وحيدد تېرې سرشمېرنې په هکله وويل: " په سرشمېرنه کې موظف کسان کورپه کورګرځي اودخلکو نومونه، عمر، د کارځای اونور شيان ليکي" د کابل اوسيدونکې فريبا په دې اړه بيلګه ورکړه: " کله چې مې کورله سره ودانوه نودکورنۍ غړي مې وشمېرل چې څوکوټوته اړتيا لرم. په سرشمېرنه کې هم حکومت داوسيدونکو شمير معلوموي  |  په افغانستان کې وروستی ځل په( ١٣٥٨ )کال کې سرشمېرنه وشوه  |
ترڅو ورته د اسانتياوو په برابرولو کې ستونزه ونه لري. مثلاً حکومت د يوې سيمې د وګړو د شمېر له مخې ښوونځي ، کلينيکونه او نورې اړتياوې برابروي ." دکابل بلې اوسيدونکې زيبا وويل: " که مېلمانۀ ولرواول ګورو چې څوتنه دي. که يې شمېر معلوم نه وي کيدای شي خواړه يا چاته ونه رسيږي او يا ډير شي چې دا بيا تاوان دی. حکومتونه هم د خلکو ضرورتونو ته درسېدولپاره، سرشمېرنه کوي " داحصايې د قانون له مخې په افغانستان کې بايد هر درې کاله وروسته سرشمېرنه وشي. د احصايې د مرکزي دفتر رئيس عبدالرحمن وويل:" سر شمېرنه د يو هېواددخلکو شمېرل دي چې ځينې خلک يې سرشماري بولي. په سر شمېرنه کې ماشومان او لويان ټول شمېرل کيږي.  | | | په سرشمېرنه کې موظف کسان کورپه کورګرځي او نومونه، عمر، د کارځای اونور شيان ليکي |
حکومتونه دخپلو پلانونو د عملي کولول لپاره د وګړو معلومولوته اړتيالري مثلاً هرڅومره چې لوستي او نالوستي خلک وي هماغسې ورته کاري زمينه برابروي. د سرشمېرنې په پوښتنليک کې( ١٨) پوښتنې دي چې د کورنۍ د غړو شمېر ،د زکړې درجې او داسې نور معلوموي. ټاکل شوې وه چې د( ١٣٨٧)کال د ميزان د مياشتې په لسمه پيل شي خو وځنډيدله ، راتلونکې نېټه يې تر اوسه معلومه نه ده . "
|