BBCNazer.comBBCNazer.comBBC World Service Trust
  • مرسته
RELATED SITES
CBEEBIES
CBBC
BBC CHILDREN
د خپريدو وخت: 11:20 گرينويچ 2008 ,04 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د ولس خبرې: دانتخاباتو سيسټم

دانتخاباتو سيسټم
اکثريتي سيسټم ځکه ومنل شو چې په کې ټول افغانان رايه ورکولای شي
څه موده دمخه په ولسي جرګه کې د افغانستان د انتخاباتو په قانون بحث روان و چې کوم کسان کولای شي ځانونه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د ګډون لپاره کانديد کړي .

غلام حيدر د پروان ولايت اوسيدونکي وويل: "په افغانستان کې دولايتي شوراګانو، ولسي جرګې او ولسمشرۍ انتخاباتو په اړه معلومات لرم کيدای شي د نورو کسانو لپاره هم ټاکنې وي"

په يادو شويو سربېره د ولسواليو د شوراګانواو ښارواليو لپاره هم انتخابات په پام کې نيول شوي خو تراوسه نه دي ترسره شوي .د لوګراوسيدونکي هارون وويل:

 په يوهيوادکې انتخابات ددې لپاره کيږي چې خپل راتلونکی وټاکي

" په ولسي جرګې کې په دې بحث روان و چې ټاکنې عمومي شي، که ګوندي ؟ ځينو وکيلانو ويل چې عمومي دې وي او ځنو بيا ويل چې يوازې د ګوندونو استازي دې ګډون وکړي .

کله چې په کلي کې د اشرکار روان وي ځنې وختونه په کور يو کس د کار لپاره غواړي چې دا د دې مثال دی چې يوازې د ګوندونو استازي کولای شي ګډون وکړي .

اوځنې وختونه د اشر د کار لپاره غټ او واړه ټول غواړي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اکثريتي سيسټم کې هم همداسې دي "د ولسي جرګې غړې شينکۍ کړوخيل وويل:

" په ولسي جرګې کې اکثريتي سيسټم ومنل شوچې په هغه کې به د تيرو انتخاباتو په څير هر هغه څوک چې د کانديديدو شرايط پوره کړي ځانونه کانديدولای شي .

دانتخاباتو سيسټم
هغه څوک چې د کانديديدو شرايط پوره کړي ځانونه کانديدولای شي .

بل تناسبي سيستم دی چې يوازې د ګوندونو لپاره دی.اکثريتي سيسټم ځکه ومنل شو چې په کې ټول افغانان رايه ورکولای شي او بل افغانان دګوندونو په اړه معلومات نه لري "

په يوه هيواد کې انتخابات د دې لپاره کيږي چې خلک خپل راتلونکی وټاکي او د هيواد چارې سمې پرمخ لاړې شي هغه کسان چې غواړي ځانونه کانديد کړي بايدد کانديدو په شرايطو پوه وي.

اسلامي کنفرانس د ولس خبرې
اسلامي کنفرانس
د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو مرکز د ولس خبرې
د ملګرو ملتونو د ماين پاکولو مرکز
 خلک او قانون د ولس خبرې
خلک او قانون
 پوځي پرېډ( رسم گذشت ) د ولس خبرې
پوځي پرېډ( رسم گذشت )
قانوندولس خبرې
قانون
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | نوى کور نوى ژوند | زمونږ نړۍ زمونږ راتلونکې | ژوند او زده کړه
خانه نو زندگى نو | جهان ما اينده ما | زندگى و آموزش
راډيوي پروگرامونه | نشريات | انځور/ عکس | له مونږ سره اړيکه | زموږ په اړه
BBC World Service >> | BBC World Service Trust >>