|
د ولس خبرې: سروی | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
سروې يوه لا تيني کلمه ده، چې د لټولو او ما لومولو مانا لري. د ټولو هغو پروژو لپاره چې د هېواد او سيمې پۀ کچه پۀ پام کې نيول شوې وي چې تر سره شي سروې يې اړينه ګڼل کېږي. له دې ځايه واورئ! يو دوکاندار هجرت الله د سروې پۀ اړه وايي: "ما غوښتل دوکان جوړ کړم، د سيمې لۀ خلکو نه مې وپوښتل چې د خوراکي توکو دوکان جوړ کړم اوکنه!؟ خلکو راته وويل هو، بيا مې دوکان جوړ کړ او سروې هم د يو کار تر پيلولو دمخه د هغه کار پۀ اړه د مالوماتو ټولولو ته وايي". امين يو بل تن وويل: "مونږ خپل کور جوړوۀ، فکر مو وکړ چې کور بايد څو خونې ولري، تشناب او پخلنځی بايد چېرته وي، چې د کور نقشه جوړه شوه بيا موودان کړ، همدغې ته سروې وايي". د مرکزي احصايې مرستيال عبدالرشيد فخري وويل: "سروې ځکه پۀ هر کار کې اړينه ده، چې د سروې پۀ مرسته يو څوک پوهېږي هغه کار چې ترسره کوي يې ښې پايلې به ولري او کنه. لکه: يو سوداګر غواړي لۀ بهرنيو هېوادونوڅخه راوړې پلورول ته جامې، نو لومړی بايد د دغه کار لپاره سروې وکړي چې هغه جامي بازار لري او کنه، که سروې ونه کړي کار به يې بې ګټې وي. سروې بايد پۀ دريو پړاوونوکې، د کار تر پيلېدا دمخه، دکار پۀ جريان او د کار پۀ پای کې ترسره شي د کار پۀ جريان کې سروې ځکه اړينه ده، چې د خلکو پۀ ژوندد کار اغېزه روښانه شي. د کار پۀ پای کې د سروې ترسره کول د ترسره شوي کار پايلې روښانوي چې کار بريالی و او کنه چې دا هم په راتلونکي کې دکار خاوند سره مرسته کوي".
سيد محمد ديوې انکشافي شورا غړی د سروې د ارزښت پۀ اړه وويل: "موږ پۀ خپل کلي کې انکشافي پروژه پلې کوله د خلکو ستونزې مونږ ته مالومې نۀ وې. سروې مو وکړه، پۀ پای کې روښانه شوه چې کلی ښوونځي ته اړتيا لري بيا مو د ښوونځي جوړولو ته ملا وتړله، که موږ لۀ سروې پرته بله پروژه پلې کړې وای نو کار به مو بې ګټې و". يوۀ پوه د سروې پۀ اړه داسې ويلي دي:"سروې د هر درد دوا نۀ شي کېدای، خو د سروې پۀ مرسته کولای شو د خپل کار برياليتوب او ناکامي پيدا کړو" |
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||