 | | | انحصار عربي کلمه ده، چې د حصار له کلمې نه اخيستل شوې او د ديوال معنی ورکوي. |
اوس مهال په افغانستان کې د مالونو پلورل او واردول سوداګرو پورې اړه لري، چې هغوی د ازادې سيالۍ له مخې خپل سوداګريز توکي پلوري. پخوا په افغانستان کې د مالونو واردول ترولکې (انحصار) لاندې و، چې يوازې دولت دا مواد واردول. د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې انحصار د محمد ظاهر شاه پۀ پېر کې پيل شو. بيا دولت د انحصاراتواداره جوړه کړه چې د موادو د وارودلو مسؤليت يې په غاړه درلود. د پروان ولايت اوسيدونکي سليم د انحصار د معنی په اړه وويل: "يو قلم مال، چې د يوه کس تر واک لاندې وي دې ته انحصار وايي، لکه: پخوا دنصوار د پلورلو ځانګړې غرفې وې چې دا کاروبار يې انحصار کړی و، نورو کسانو حق نه درلود چې دا کار وکړي". انحصار عربي کلمه ده، چې د حصار له کلمې نه اخيستل شوې او د ديوال معنی ورکوي، چې د امتياز حق هم ورته ويلای شو. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد حميدالله فاروقي وويل:  |   په انحصاري سيستم کې نرخونه د انحصار کوونکو لۀ خوا ټاکل کېږي .  |
"انحصار هغه حالت ته ويل کېږي، چې په بازار کې يو، قدرت موجود وي او نورو سوداګرو ته دا موکه نه وي چې خپل مالونه وپلوري، انحصار هم ګروپي بڼه لري او هم انفرادي". همدغه ډول دولت چې يوه سوداګر ته د کوم مال د راوړلو اجازه ورکړي بل څوک حق نه لري چې هغه مال وارد کړي". حميدالله فاروقي وايي:"ازاده سيالي دېته وايي، چې هرڅوک بازار ته راشي او خپل مال وپلوري ځکه، چې دقانون او حکومت لۀ لوري هېڅ ډول بنديز ورباندې نه شته، په انحصاري سيستم کې نرخونه د انحصار کوونکو لۀ خوا ټاکل کېږي خو د ازاد رقابت پۀ سيستم کې هر څوک هڅه کوي چې مالونه په وړ بيه وپلوري او ډير رانيوونکي خپل کړي". کارپوهان وايي، چې ازاده سيالي دانحصارپه پرتله دخلکو پۀ ګټه وي ځکه، چې په دې سيستم کې د مالونوعرضه کوونکي ډېروي او يوبل سره سيالي کوي نو لۀ همدې امله نرخونه مناسب وي. |