 | | | انکشافي شوراګانې د هغو پروژې پرمخ بيايي چې د حکومت له لوري کليو ته ورکول کېږي |
د ملي پيوستون پروگرام پۀ مرسته په کليوکې انکشافي شوراگانې جوړېږي چې سيمه ييزې خپلواکې ټولنيزې ادارې جوړې،پياوړې او افغانان ځواکمن کړي . د باميان ولايت د ښځو د يوې انکشافي شورا مشرې ميرمن رضايي وويل:"انکشافي شوراگانې د کليو د پرمختگ شوراگانې دي. د کلي خلک يې غړي وي او په مرسته يې د خلکو ستونزې حکومت ته رسوي. دا شوراګانې له خلکو سره خبرې کوي چې په کلي کې څه شي ته اړتيا شته. کليوال خپل نظرونه وايي ګوري، چې کوم کار اړين دی هماغه ترسره کوي. دا شوراګانې يو رئيس، مرستيال، منشي او خزانه چي لري چې د انتخاباتو له لارې ټاکل کېږي او د شورا ټولې چارې پرمخ بيايي". انکشافي شوراګانې دايمي وي او کومې پروژې چې د نوموړو شوراګانو لۀ اړخه په کليو کې پلې کېږي، خلک په کې١٠٪ ونډه لري. په دې اړه د باميان ولايت د يوې ښځينه شورا منشۍ زهرې ابراهيمي وويل:" دا شوراکانې د خلکو لومړنۍ ستونزې معلوموي بيا يې تر حکومت پورې رسوي".  | | | دکليوانکشافي شورا د خلکو ستونزې معلوموي بيا يې حکومت ته رسوي. |
د کابل ولايت د خواج ګيانو د کلي د انکشافي شورا مشرحاجي سيد نور د انکشافي شوراګانو د دندو په اړه داسې وويل: "انکشافي شوراګانې نه يوازې د هغو پروژو څارنه او ترسره کوونه کوي چې د حکومت له لوري کليو ته ورکول کېږي بلکې په هره برخه کې کليوالو سره مرستې کولای شي". که د يوې سيمې انکشافي شوراګانې يوه د بلې په غونډو کې ګډون وکړي يوه به د بلې له حاله خبر شي او په بيلابيلو برخوکې به نوې تجربې زده کړي. |