 | | | د ولسواليو شوراګانې د ولسواليو په کچه دي او له خلکو سره مرسته کوي. |
په افغانستان کې د شوراګانو تاريخ د اريايانو دورې ته رسيږي چې د وخت په تېرېدو سره په بېلابېلو ډولونو په کليو، ولسواليو او ولايتونو په کچه جوړې شوي. دغه شوراګانې په دولتي او غير دولتي چوکاټ کې له خلکو سره په بېلابېلو پړاوونو کې مرستې کوي. د دولت په چوکاټ کې د افغانستان ملي شورا د دولت د درې ګونو قوو څخه يوه ده چې دوې جرګې يا مجلسونه لري چې يو يې ولسي جرګه او مشرانو جرګه ده. د مشرانو جرګه د ولايتي شوراګانې او د ولسواليو شوراګانو له استازو او همدارنګه د انتصابي غړو نه جوړه شوې ده. د کابل ښاريو اوسېدونکی ظاهر وايي: "د ولسواليو شوراګانې داسې شوراګانې دي چې د ولسواليو په کچه دي او له خلکو سره مرسته کوي او د هغوی ستونزې هواروي."  | ولسواليو شوراګانې  دولسواليوشوراګانې هغه شوراګانې دي چې د خلکو په رايو په هره ولسوالي کې ټاکل کيږي.  کاظم ملوان |
دا چې د ولسواليو شوراګانې څه ډول شوراګانې دي د مشرانو جرګې د دارلانشا مرستيال کاظم ملوان په دې اړه داسې وايي: "د انتخاباتو د قانون د ٣٢ مادې په اساس د ولسواليو شوراګانې هغه شوراګانې دي چې د خلکو په رايو د ازادو انتخاباتو له لارې په هره ولسوالي کې ټاکل کيږي. د انتخاباتو د قانون د ٣٣ مادې په اساس د نوموړو شوراګانو غړي سره توپير لري چې د نفوسو په اساس د ولسوالۍ د هرې شورا غړي له ٥ نه تر ١٥ پورې غړي لري. ولسواليو شوراګانې د دولت له پلوه جوړيږي خو هغه شوراګانې لکه د سپينږيرو شوراګانې، محلي شوراګانې او داسې نورې بيا د خلکو له لوري جوړيږي. په افغانستان کې د ولسواليو د شوراګانو لپاره بايد هر درې کاله وروسته انتخابات وشي.  | | | د ولسواليو شورا استازی تر ٣ کاله په مشرانو جرګې کې پاتې وي. |
د ولسواليو د هرې شورا نه يو يو استازی د شورا د غړو په رايود مشرانو جرګې ته ليږل کيږي چې تر ٣ کاله به په مشرانو جرګې کې پاتې وي. کله چې د ولسواليو د شوراګانو استازي مشرانو جرګې ته ځي او هلته د ټولو خلکو ستونزو نه يوبل خبريږي دا د افغانستان د خلکو ترمنځ د ملي يو والي د ټينګېدو لامل کيږي. |