 | | | په هر کار کې شفافيت يا روڼوالی بې اعتمادي لۀ منځه وړي. |
د افغانستان ولسي جرګې د ملګرو ملتونو د فساد پر ضد تړون تصويب کړ، چې د هغه په بيلابيلو ځايونو کې د شفافيت په کليمه ټينګار شوی دی. ميرمن نرګس د شفافيت په اړه وويل: " زه اومېړه مې د ژوند ټولې چارې په ګډه پر مخ بيايو چې په دې ډول زموږ په کارونو کې شفافيت يا روڼوالی رامنځ ته کيږي". په ډيرو کليو کې کليوال د کوهيانو کيندنې او نورو هغو شيانو لپاره چې خلک ورته اړتيا لري پيسې راغونډوي. د کارونو د ترسره کولو شورا جوړوي او بيا شورا ته رئيس، خزاندار او نور کسان ټاکي چې کارونه ښه پرمخ ولاړشي او په کارونو کې مو شفافيت پيدا شي. يو سوداګر حفيظ الله وويل: "زه لۀ څو کسانو سره په سوداګرۍ کې شريک يم. يو ځل يوه ځای ته تللی وم. کله چې بيرته راغلم، زما په غياب کې د ترسره شوو کارونو ټول اسناد موجود و او دا هم ښه روښانه و چې څومره تاوان او څومره ګټه موکړې چې دا په خپله د کار شفافيت دی".  | | | خلک کولای شي د ولسي جرګې او ولايتي شورا له لارې خپلې غوښتنې حکومت ته ورسوي. |
د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزي د شفافيت پۀ اړه وويل: "شفافيت د شفاف له کلمې نه اخيستل شوې ده، چې روښانوالی اوپاکوالی ته وايي. پۀ اقتصادي، سياسي او ياهم ټولنيزو برخو کې د شفافيت شتون اړين دی، په کارونو کې شفافيت يا روڼوالی هم خلکو ته او هم حکومت ته ګټه لري لکه: د حکومت کارونه بايد ټولو خلکو ته روښانه وي خلک کولای شي د ولسي جرګې او ولايتي شورا له لارې د چارواکو ناغيړي حکومت ته ورسوي ". پۀ حکومتي کارونو، اقتصادي برخو او دکارونو په ويش کې شفافيت يا روڼوالی بې اعتمادي لۀ منځه وړي. |